لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناقدین: د وزیراعظم شهبازشریف مخلوط حکومت د پوځي اېسټېبلېشمنټ په خوښه ګڼ شمېر قوانین منظور کړي


د اقتدار نه رخصتېدونکي حکومت په ډېر لږ وخت کې ګڼ شمیر قانوني مسودې د پارلیمان نه منظور کړي دي
د اقتدار نه رخصتېدونکي حکومت په ډېر لږ وخت کې ګڼ شمیر قانوني مسودې د پارلیمان نه منظور کړي دي

د وزیراعظم شهبازشریف په مشرۍ کې د پي ډي اېم د اتحادي حکومت معېاد د شورو، چهارشنبې، په ورځ سر ته رسېږي او ناقدین وايي اقتدار د پرېښودو نه مخکې دې حکومت په تېرو څو ورځو کې د پوځی اېسټېبلېشمنټ په خوښه د ګن شمېر قوانینو مسودې منظور کړي دي.

ناقدین دا هم وايي چې په پي ډي اېم کې شاملو ګوندونو دغه قانون سازي د پوځي اسټبلشمنټ په خوښه کړې خو که د پوځ په مرسته بیا په حکومت کې راشي نو دغه قوانین به په راتلونکي کې هم دې سیاسي ګوندونو پرضد استمالیږي.

د اقتدار نه رخصتېدونکي حکومت په ډېر لږ وخت کې ګڼ شمیر قانوني مسودې د پارلیمان نه منظور کړي دي.

د دستور ترمخه که حکومت پارلیمان ته د قانون څه مسوده وړاندې کول غواړي نو پکار ده چې په مجوزه قانون اول د پارلیمان په اړونده کمېټۍ کې بحث وشي خو دې حکومت ډیر بلونه د پارليماني کمیټو د صلا نه بغیر منظور کړي دي.

څېړونکي په بیړا کې په شوې قانون سازۍ هم تنقید کوي.

په دې حقله د قامي جمهوري غورځنګ غړي بشرا ګوهر وایې چې پارلیماني غړي هم په لږه موده کې په دومره لویه شمېره کې د قانوني مسودو په منظورېدو حیرانه دي.

بشرا ګوهر وايي د پارليمان غړي دا هم مني چې دوي د چا په وېنا بلونو په منظورۍ کې شرکت کړې دې نو تپوس دا دې چې د کابینې اؤ پارلیمان په موجودګې کې د حکومت څوک چلوي؟

د پارلېمنټ نه په منظور شویو قانوني مسودو کې یوه مسوده د آفیشل سیکرټ ایکټ نومې قانون هم دی چې پحقله يې په حکومت کې د شامل جمعیت علما اسلام سینټر کامران مرتضې په یو ټي وي پروګرام کې ویلي وو چې ددغه قانون دلارې به استخباراتي ادار دا اختیار ترلاسه کړی شي که چېرې دوی څوک په غیر قانوني ونيسي اؤ په دې لړ کې څوک د دوي نوم آخلي نو دا به هم جرم وي اؤ د دې قانون زیات استمال به په خیبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې کیږي ځکه چې په دواړو صوبو کې په زور د خلقو د بې درکه کېدو لړۍ دوام لري.

په حکومتي اتحاد کې شامل د پاکستان پیپلز ګوند ویاند فیصل کریم کنډی وایې چې آفیشل سیکرټ ایکټ به راتلونکي وخت کې هم دې سیاسي ګوندونو پرضد ب استمالیږي چې دا قانوني مسوده يې منظور کړې ده.

کنډي وویل څو واري په دې بېل يې اعتراض کړی ځکه چې سبا به هم دغه سیاست مداران ژاړي چې د دې قانون استمال د دوي خلاف وشو.

په منظور شویو بېلونو یا قانوني مسودو کې یوه مسوده د پاکستان ارمي ایکټ یا په پوځي قانون کې د ترميم بل هم دی چې ترمخه يې د پوځ پحقله څوک څه معلومات شریکوي نو ورته به پنځه کال پورې قید سزا وي.

دغه شان په انټرنېټ د شخصي معلوماتو د تحفظ په غرض د پرسنل ډیټا پروټیکشن بل نومې د قانوني مسودې په اړه وېل کېږي چې دا به په میډيا قدغنونه نور هم سیوا کړي ځکه چې د قانون ترمخه به څوک هم د سرکاري مامورینو اؤ سیاست مدارانو پحقله معلومات نه شي ترلاسه کولی.

خبریال لحاظ علي وایې چې دوي خپله د پي ډي اېم د ځينو غړو سره په بیړه کې د بېلونو د منظورېدو وجه د معلومولو کوښښ کړی نو اکثرو ورته ويلي دي چې د استبلشمنټ په وینا دغه قانون سازي شوې ده.

لحاط علي وایې د اېسټېبلېشمنټ حکم مننلو هم دغه مطلب دی چې دا سیاسي ګوندونه حکومت کې د راتللو د پاره د پوځ مرستو ته اړټیه لري

په حکومت کې شامل زیاتره ګوندونه په يوه میاشت کې په دومره شمېره کې د بلونو په منظورېدو تنقید هم کوي خو دا بلونه هم د دوي په رایو منظور شوي چې په کې د نهمې مۍ وروسته په ارمي ایکټ کې د ترمیم بل دی چې ترمخه به يې د عامو خلکو مقدمې په پوځي عدالتونو کې هم چلېدلی شي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG