د پاکستان د پوځ د عامو اړيکو څانگې (ائي اېس پي ار) لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چي د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف په مشرۍ جنرل هيډکوارټر (جي اېچ کيو ) راولپنډۍ کې د کورکمانډرانو په غونډه کې عزم څرگند کړی شوی ، چې ترهگر به بيا يو ځايې کېدو ، او هغو علاقو ته چې د ترهگرو څخه پاکې کړی شوي ، بيرته ستنېدو ته نه شي پرېښودی .
د ائي اېس پي ار ترمخه د جنرال راحيل شريف په مشرۍ د کورکمانډرانو په غونډه کې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د وسله والو په ضد روان ضرب عضب اپرېشن کې پرمختگ باندې تفصيلي احوال تېر کړی شوی ، او د اپرېشن په مهال قربان شوؤ پوځي عسکرو ته د عقيدت پيرزونې وړاندې کړی شوي دي .
د ائي اېس پي ار ترمخه جنرال راحيل شريف ضرب عضب اپرېشن کې تراوسه پوري ترسره شوي پرمختگ باندې اطمنان څرگند کړی ، او په دې خبره يې زور راوړی چې اپرېشن کې ترلاسه شوې کاميابۍ دې په ځايې وساتل شي .
نوموړي وئيلي ، د الله تعالي په مدد او قوم په ملاتړ به اپرېشن په کاميابۍ ترسره شي ، او اپرېشن کې د لاس ته راوړنو په ځايي ساتلو، او د ترهگرو په ضد به د اوږدې مودې دپاره گامونه پورته کولی شي .
د پوځ سرلښکر د ترهگرو په ضد د قبائيلي خلکو د قربانو هم ستائينه کړې ، او زياته کړې يې ده ، د شمالي وزيرستان د بې کوره خلکو سره به مرستې دوامداره ساتل کيږي ، او دويې به ډېر زر بېرته خپلو علاقو ته ولېږل شي .
د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې پوځ د ملک مخالفه وسله والو جنگيالو په ضد د جون د مياشتې په ۱۵م نېټه د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي چې لا هم دوام لري ، او د پوځ په وينا په دغو عملياتو کې تر اوسه پورې د ملکي او بهرملکي ترهگرو په گډون د ۵۰۰ نه زيات ترهگر وژل شوي دي .
او د دغو عملياتو له کبله د شمالي وزيرستان څخه نزدې لس لاکهه خلک بې کوره شوي ، او د خېبرپښتونخوا بنو ، کرک او ډېره اسماعيل خان سره پېښور او نورو علاقو کې د کډوالۍ ژوند تېروي .
جي اېچ کيو کې د پاکستان د پوځ سرلښکرجنرال راحيل شريف په مشرۍ د لوړپوړو پوځي چارواکو دغه غونډه وروستو له هغې شوې ، چې دوه ورځې وړاندې د وزيراعظم نوازشريف په مشرۍ د قامي سلامتۍ غونډه شوې وه ، او د ملک پوځي او سياسي قيادت پکې گډون کړی وو .
او په دغې غونډه کې ملک کې روان سياسي صورت حال او ضرب عضب اپرېشن باندې تفصيلي خبرې شوې وې .