لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي چین سره د یې د سي پیک په پروژو د مرستو په غځولو اتفاق کړی


pakistan China CPEC
pakistan China CPEC

د پاکستان خارجه دفتر وایي پاکستان اؤ چین د سي پیک په پروژو خپلو کې د مرستو په لا پراخولو اؤ د اړیکو په پیاوړي کولو اتفاق کړی دی.

د اتوار- یکشنبې په ورځ خارجه دفتر پخپل یو بیان کې ویلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار اؤ د چین د نیشنل پیپلز ګانګریس د قایمه کمیټې مرستیال چیرمین ژینګ ژیان بینګ په ګیمبیا کې د اسلامي همکاریو د سازمان د سرټولنې په مهال خپلو کې لیدلي اؤ په یو لړ مهمو چارو یې خبرې کړې دي.

بیان کې ویل شوي چې دواړو خواؤ د اړونده ګټو لپاره د خپلو جوختو اقتصادي همکاریو له لارې د خپلو اړیکو د پیاوړي کولو په ارزښت ټینګار کړی دی.

خارجه دفتر وایي چې دواړو خواؤ د پاکستان اؤ چین ترمنځ په پایداره همکارۍ د ولاړې شراکت دارۍ توثیق یا پخلی کړی اؤ هم یې د سي پیک په پروژو خپلو کې د مرستو په غځولو اتفاق کړی دی.

تېره میاشت په اسلام اباد کې د چین د سفیر سره له لیدنې وروسته د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف ټینګار کړی ؤ چې د هغه حکومت به د چین-پاکستان اقتصادي راهداري (سي پیک) لاندې د منصوبو په وخت د بشپړولو ډاډ ترلاسه کولو لپاره په چټکتیا سره کار وکړي.

دپاکستان اؤ چین تر منځ د اقتصادي راهدارۍ پروژه 2015م کال کې د مسلم لیک (ن) په حکومت کې پیل شوې وه.

ددې پروژې په لومړي پړاو کې د پاکستان د انرژۍ کمښت او رابطو ښه کولو لپاره د سړکونو او ریل پاټلۍ جوړول، او په دویم پړاو کې د ځانګړو اقتصادي ساحو یا زونونو د جوړولو او د چين او پاکستان ترمنځ د صنعتي همکارۍ لپاره د اقتصادي پرمختګ د پياوړتيا په اړه کار کول شامل دي.

د دواړو هیوادونو لپاره د خپل ستراتیژیک اهمیت لرلو باجود ویل کیږي چې سي پیک پروژه باندې روان کار د پخواني وزیراعظم عمران خان په واکمنۍ کې سست شوی و چې لامل یې د کرونا ویروس ناروغي، مالي ننګونې، امنیتي اندیښنې او د پروژې د شرایطو په اړه بیا خبرې اترې ښودل کیدې.

په اسلام اباد کې میشت خبریال عبدالرشید ازاد د ډیوه خبریالې رابعه پیر ته په دې وروستیو کې ویلي وؤ ،د 2017 م او 2018 م کال وروسته د سي پيک په اقتصادي پروژو څه خاص کار نه دی شوی.

هغه وایي د دې لپاره به حکومت او اړونده ادارو ته په ګډه کار کول وي "ولې چې د سي پیک اتهارټي جوړیدو وروسته هم په تیرو کلونو کې په سړکونو او ګوادر بندر باندې د کار نه علاوه پر نورو پروژو څه خاص کار نه و شوی".

څیړونکې وایي بیجینګ که څه هم د شریف کورنۍ سره نزدې اړیکې لري او د اربونو روپو د سې پیک دغه پروژه هم د دوي په دور کې شورو شوې وه خو د پاکستان اقتصادي حالات د چین په دغه پروژه باندې هم کار ځنډولی شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG