لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هايکورټ د ټېرن وايټ قضيه کې د عمران خان د نااهلۍ خواست خارج کړی دی


اسلام اباد هايکورټ د تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان ضد د نااهلۍ خواست خارج کړی، د نوموړي پرضد عدالت ته خواست ‏شوی وو چې خپله مبينه لور ټېرن وايټ یې د نامزدګۍ په کاغذاتو کې نه وه ښکاره کړې يا يې پټه کړې وه.‏

د عمران خان ضد دغه خواست دپاره د اسلام اباد هايکورټ د جسټس طارق محمود جهانګیري په مشرۍ د درېو ججانو نوی لارجر بنچ جوړ کړل شوی، ‏جسټس ارباب ‏محمد طاهر او جسټس ثمن رفعت پکې شامل وو.‏

يو کال وروسته په دغه خواست پرون اورېدنه شوې ده.‏

عدالت د خواست خارجولو پرېکړه د درېو ججانو د مخکني بنچ په فېصله باندې اورولې چې دغه خواست وړاندې خارج کړل شوی وو. ‏

په فېصله کې ويل شوي د تېر کال په لسمه مې په درېو کې دوه ججانو د خواست خارجولو فېصله کړې وه.‏

پاکستان تحریک انصاف ګوند د فېصلې هر کلی کړی دی.‏

د عمران خان د نااهلۍ دپاره محمد ساجد محمود نومې تن خواست کړی او په خواست کې ويل شوي وو، عمران خان د ټېرن وايټ د ساتنې دپاره په برتانیه ‏‏کې انتظامات کړي خو د نامزدګۍ په کاغذونو کې یې يادګېرنه نه وه کړې.‏

له دې وړاندې هم درېو ججانو د دې قضيې اورېدنه کوله، جسټس محسن اختر کیاني او جسټس ارباب محمد طاهر په دغه بنچ کې شامل وو.‏

د پاکستان تحریک انصاف ګوند په مشر عمران خان تور لګول شوی چې د هغه د امريکا د کېليفورنيا ریاست د سيتا وايټ نومې ښځې نه يوه لور (ټېرن ‏وايټ) ده، ‏خو عمران دا نه مني. سيتا وايټ په ‏‎2004‎م کال کې مړه شوې وه.‏

خواوشا ‏‎32‎‏ کلنه ټېرن وايټ د سيتاوايټ لور ده، هغې په کال ‏‎1997‎م کې د لاس اېنجلس په عدالت کې د عمران خان پرضد خواست کړی خو ويل کيږي په ‏‏دغه وخت عمران خان د طبي معاينې (ډي اېن ای) دپاره د نمونو ورکولو نه انکار کړی وو.‏

د عدالتي اورېدنې وروسته عمران خان امريکايي رسنيو ته ويلي وو هغه به په پاکستان کې د وینې نمونه ورکړي او د پاکستان د عدالت فېصله به مني او ‏‏زياته کړې يې وه هغه د کيليفورنيا او انګلېنډ اوسېدونکی نه دی پاتې شوی.‏

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د هندوستان کرکټ ټیم د مینه والو څو خبرې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG