لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کارپوهه: پاکستان د تندلاریتوب خلاف تگ لاره نه لري

تجزیه کار وائي تندروه نظریات تشدد راپاروي
تجزیه کار وائي تندروه نظریات تشدد راپاروي

د پاکستان د قانون عملي کونکې یوې ادارې چارواکی وائي هیواد په ځوانانو کې د تندلارو نظریاتو ختمولو د پاره څه تگ لاره نه لري او په دې لړ کې ټولنې سماجي او تعلیمي نظام هم خپل کردار نه دی ادا کړی.

دا خبرې فصیح الدین د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو سحار پخیر پروگرام کې کړې دي. ښاغلی فصیح الدین د پاکستان د پولیسو یو لوړ رتبه افسر دی او کرمینالوجي کار پوهه دی. کرمینالوجي د جرمونو د اسبابو، وجوهاتو او د مجرمانه رویو د مطالعې علم دی. ښاغلی فصیح الدین ددغه علم کارپوهه دی.

فصیح الدین پاکستان سوسائټي اف کرمینالوجي او د پاکستان جرنل اف کرمینالوجي مشر هم دی.

سحار په خیر پروگرام کې خپلو خبرو کې، په پاکستان کې د تندلاریتوب په حقله فصیح الدین وائي پاکستان د ډیریکلائیزیشن یا د تندلاریتوب ختمولو د پاره څه پالیسي نه لري چې دا قسم خیالات څه رنگ ختمیدی شي. فصیح الدین وائي د پاکستان تعلیمي نظام، سماجي ادارې او ټولنې هم په دې لړ کې خپل کردار په سم ډول نه دی ادا کړی.

هغه وائي د تندلاریتوب د مخنیوي د پاره ټولنه باید په مشترکه توگه کار ووکړي.

د فصیح الدین سره سحار په خیر پروگرام کې خبرې اترې د ډیوه ریډیو خبریال افتخارحسین کړې دي. دغه مرکه تاسو دلته هم اوریدی شۍ:

XS
SM
MD
LG