لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گیلاني: په پاکستاني پوسټ د نیټو برید افغانستان کښې د امن کوششونه متاثر کړې


مومندو کښې د نیټو برید کښې متاثر شوی پاکستانی سرحدي پوسټ
مومندو کښې د نیټو برید کښې متاثر شوی پاکستانی سرحدي پوسټ

د پاکستان وزیراعظم یوسف رضاگیلاني وئیلي تیره میاشت د افغانستان پولې ترسنگ په پاکستاني پوسټ د نیټو هوائي برید په نتیجه کښې افغانستان کښې د امن کوششونو ته زیان رسیدلی دی.

وزیراعظم گیلاني اسلام آباد کښې په خارجي هیوادونو کښې پرځائې د پاکستاني سفیرانو دوه ورځنۍ غونډې اختتامي دستورې ته وینا کښې وویل دا وخت باید د ټولو کوششونو هدف افغانستان کښې امن او دوامداره ثبات ته ورکړی شي او په دې لړ کښې ټول مفاد لرونکې قوتونه باید په یو نظر وي.

خو ښاغلې گیلاني زیاته کړه چې د نومبر د ٢٦مې نیټې د پیښو په نتیجه کښې افغانستان کښې د امن د پاره همکارۍ ته بې کچه زیان رسیدلی دی.

هغه وویل امریکې، نیټو او ائيساف سره پاکستان همکاري د پاکستان د خپلواکۍ او سیمه ييز یوالي ته د احترام په بنیاد کوي او پاکستان په هیڅ حال کښې هم چا ته د خپلې خپلواکۍ خلاف ورزي کولو اجازت ور نه کړې.

د نومبر په ٢٦ مه نیټه د پاکستان په مومندو قبائیلي سیمه کښې د نیټو کاروائي په نتیجه کښې ٢۴ پاکستاني پوځیان وژل شوې دي. نیټو وئیلې د مومندو پیښه د غلطفهمۍ نتیجه ده. نیټو او امریکائي چارواکو د پیښې د تحقیقاتو لوظ کړی دی او پاکستان سره يي د پوځیانو په وژل کیدو غمرازي کړې ده.

پاکستان د پیښې غندنه کړې ده او د احتجاج په توگه يي افغانستان کښې د نیټو ځواکونو د پاره د رسد لاره تړلې ده، د بلوچستان په شمسي سیمه کښې د امریکې بې پائلټه هوائي جهازونو اډه يي خالې کړه ده او د دسمبر په پنځمه نیټه يي د جرمني په بون ښار کښې د افغانستان په آئنده شوې کانفرنس کښې برخه نه ده اخستې.

د افغانستان په پوله د نیټو کاروائي په سر امریکې سره تعلقاتو کښې د ورستي تاؤتریخوالي ورستو اسلام آباد وئیلې واشنگټن سره د تعلقاتو پالیسۍ یا تگ لارې ته به بیا کتنه کوي.

په دې لړ کښې په یو شمیر هیوادونو کښې پرځائې پاکستاني سفیران د سلا مشورې دپاره په بیړنۍ توگه اسلام آباد ته بللی شوې وو. د غونډې اختتامي دستورې ته وینا کښې وزیراعظم وسف رضاگیلاني وویل د سفیرانو د طرفه چې کوم وړاندیزونه شوې دې هغه به د پارلیمان، د قامي اسمبلۍ او سینیټ، مشترکه غونډې ته وړاندې کولی شي. ددې نه علاوه ښاغلې گیلاني وویل د د پارلیمان د قامي سلامتیه کمیټۍ ته هم امریکې سره د تعلقاتو پالیسۍ ته د بیا کتنې کار سپارلی شوی دی او سفارشات به يي د پارلیمان مشترکه غونډې ته وړاندې کولی شي.

ښاغلې گیلاني وویل د پاکستان د خپلو مفاداتو د تحفظ د پاره دې گامونو اخستلو ته مجبور کړی شوی دی. هغه زیاته کړه چې د یو ذمه دارې هیواد په حیثیت به پاکستان د سیمې د امن او ثبات د پاره خپل وس سره سم هم گام اخلي.

بل اړخته، د امریکې د دفاع وزیز لیون پنیټه چې د نهې په ورځ امریکائي پوځي چارواکو سره د لیده کاته د پاره د افغانستان په سفر دی، وئیلې پاکستان سره تعلقات ډیر اهمیت لري. هغه وویل د افغانستان د مسلې حل د پاره د پاکستان کردار ډیر ضروري دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG