د پاکستان او هند دخارجه سکترانو په کچه خبرې اترې دجمعې په ورځ پايې ته رسيدلي چې ورسره دتيرو دريوؤ مياشتو راهسې په بيلا بيلو چارو روانې داعلي کچې دمذاکراتو لړۍ هم مکمل شوې ده.
اسلام اباد کې ترسره شوې غونډه کې خارجه سيکرټري سلمان بشير او دهغه هندي سيالې نروپما راؤ دخپلو خپلو هيئتونو مشري وکړه.
مذاکراتو کې دکشمير دستونزې ترڅنگ سيمه کې دامن وسلامتۍ او دواړو هيوادونو ترمينځ داړيکو ښۀ کولو لپاره اولسي تماسونو ته په ودې ورکولو خبرې وشوې.
دخارجه وزارت چارواکو وئيلي دي چې دواړه سکتران به دجمعې په ماښام گډ مطبوعاتي کانفرنس کې خبرو اترو کې دشوي پرمختگ تفصيلات او دمستقبل دتگلارې اعلان کوي.
دخارجه وزارت دسرچينو وينا ده چې په دوستانه او مثبت ماحول کې ترسره شوؤ خبرو کې ددواړو هيوادونو ترمينځ دباور فضاء ښۀ کولو لپاره په مختلفو تجويزونو او گامونو اتفاق وکړى شو.
دپاک وهند جامع امن مذاکراتو په اتۀ نکته ايزه ايجنډه کې دکشمير ترڅنگ سياچن گليشئر، سرکريک، داوبو ويشل، دترهه گرۍ مخنيوى، دوه اړخيزه تجارت او ديو بل بنديان دبشري خواخوږۍ په بنيادونو دزر تر زره دپريښودو پشان موضوعات شامل دي، او په سيمه کې دايټږي يا روايتي جگړې دخطرو کمولو لپاره دباور جوړونې گامونه هم دامن مذاکراتو په سر کې دي.
نروپما راؤ دجمعې په سحر دپاکستان دخارجه چارو لپاره دمملکت وزيرې حنا رباني کهر سره ليدلي او هغې ته يې دهندي خارجه وزير ايس ايم کرشنا لخوا دنيکو هيلو پيغام رسولى.
حنا رباني کهر واضحه کړه چې هند سره په اړيکو کې ښۀ والى او ددواړو هيوادونو ترمينځ د روان جامع امن مذاکراتو عمل دپاکستان لپاره زيات اهميت لري.
په عين حال کې دجمعې په ورځ جاري شوي حکومتي بيان کې وزيراعظم يوسف رضا گيلاني وئيلي دي چې د پاک وهند خارجه سکترانو په کچه مذاکرات ددوه اړخيزو لانجمنو چارو دهواري په لوري يو بل گام دى او دهغه هيواد په سيمه کې دامن دټينگښت لپاره هند سره دپرامنه اړيکو اراده لري.
اسلام اباد : دپاک وهند خارجه سکترانو په کچه مذاکرات پايې ته رسيدلي
1