لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ناصر الملک دپاکستان د لنډ مهاله وزیراعظم په توګه واک ترلاسه کړو


دپاکستان په تاریخ کې په اول ځل یو پښتون ښاغلي ناصر الملک د هیواد د اووم لنډ مهاله وزیراعظم په توګه د هیواد واک اختیار سمبال کړی دی.

د جمعې په ورځ دپاکستان صدر ښاغلي ممنون حسین په صدارتي ماڼۍ کې ښاغلي ناصرالملک ته د لنډ مهاله وزیراعظم په توګه سوګند ورکړو.

په پاکستان کې تیره شپه ۱۲بجې مرکزي حکومت د خپلې پینځه کلنې ائیني مودې پوره کولو نه وروسته ختم شوی ؤ.

ښاغلي ناصر الملک ته د سوګند ورکولو دستوره کې پخوانی وزیراعظم شاهدخاقان عباسي، دپوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه اؤ نور لوړ پوري مشران هم شریک وؤ.

ناصر الملک څوک دی؟

د سوات سیمې سره د تعلق لرونکي ۶۸ کلن ناصر الملک تعلق د یوې ملت پاله سیاسي کورنۍ سره دی اؤ دهغه پلار ښاغلی کامران خان د باچا خان د خدایي خدمتګار تحریک غړی پاتې شوی ؤ.

ښاغلی ناصرالملک په ۱۷م اگست ۱۹۵۰م کې دپښتونخوا سوات سیمه کې زېږېدلی ؤ .

نوموړي په ۱۹۷۶م کې د لندن څخه د باراېټ لا ډگري ترلاسه کړې ، او ۱۷ کاله بيا وکيل پاتې شوی دی .

هغه په ۱۹۸۱م کې د پېښور هائيکورټ د بار اېسوسي اېشن سيکرټري جنرل او بيا دوه څله په کال ۱۹۹۰م او ۱۹۹۳م کې د پېښور هائيکورټ د باراېسوسې اېشن صدر پاتې شوی دی .

ناصرالملک په کال ۱۹۹۳م کې د خېبرپښتونخوا اېډوکېټ جنرل او بيا په ۱۹۹۴م کې د پېښور هائيکورټ جج جوړ شوی ؤ .

په شپږم دجولایي کال ۲۰۱۴ م کې هغه دپاکستان د سترې محکمې د مشر قاضي په توګه ګمارل شوی ؤ. چې د ۱۶م اګست کال ۲۰۱۵م پورې یې په دغه مهمه چوکۍ خپلې ذمه وارۍ ترسره کړې وې.

XS
SM
MD
LG