لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان سینیټ کې د پارټو د چوکو شمیره


د پارلیمان لاندنی ایوان نیشنل اسمبلي
د پارلیمان لاندنی ایوان نیشنل اسمبلي

د پاکستان د پارلیمان ایوان بالا یا سینیټ د ٥۴ خالي چوکو د پاره انتخابات د جمعې په ورځ ترسره شوې او د غیر سرکاري نتیجو ترمخه واک من گوند پاکستان پیپلزپارټۍ تر ټولو زیاتې چوکۍ ترلاسه کړې دي چې شمیره يي ١٩ ده. په دویمه درجه کې زیاتې چوکۍ پاکستان مسلم لیگ نون اخستې چې شمیره يي اته ده.

د جمعې په ورځ د سینیټ د کومو چوکو د پاره چې انتخاباتو شوې وو هغه د ٥٠ سینټرانو د ریټائر کیدو په وجه خالي شوې وو. څلور نورې چوکۍ د اقلیتي قرقو د پاره مخصوص دي. د سینیټ د ټولو چوکو شمیره ١٠۴ ده او په نیمو چوکو هر درې کاله ورستو انتخابات کیږي.

په انتخاباتو کې د خیبر پوښتونخوا په ١٢ چوکو کې عوامي نیشنل پارټۍ شپږ، پیپلزپارټۍ څلور او جمیعت علما اسلام او پاکستان مسلم لیگ نون یوه یوه چوکۍ ترلاسه کړې دي. د عوامي نشنل پارټۍ چوکۍ د خیبر پوښتونخوا صوبائي وزیر اعلی امیر حیدر هوتي پلار اعظم خان هوتي، بازمحمد خان، د کراچۍ د ای این پې مشر شاهي سید او زاهده خان گټلې دي. صوبې د ټیکنو کریټس چوکۍ د ای این پې الیاس بلور او د پې پې پې فرحت الله بابر ترلاسه کړې دی.

د پیپلز پارټۍ یوه چوکۍ روبینه خالد هم گټلې ده چې د ټې وي مشهور لیکوال او پروډیوسر روف خالد ښځه ده. روف خالد تیر کال د سړک په حادثه کې په حق رسیدلی دی.

ددې نه علاوه د خیبر پوښتونخوا نه په کامیاب شوو سینټرانو کې د پیپلز پارټۍ احمد حسن او سیف الله بنگش او د جمعیت علمااسلام طلحه محمود هم شامل دي.

دفاټا څخه نجم الحسن، صالح شاه ، هلال الرحمان او هدايت الله سينيټران ټاکل شويدي.

د غیر سرکاري نتیجو ترمخه د جمعې په ورځ شوې د سنیټ په انتخاباتو د بلوچستان نه د پیپلزپارټۍ بیرسټر سیف الله مگسي، یوسف بلوچ او سردار فتح محمد حسني، د مسلم لیگ قاف محمود الحسن مندوخیل او روبینه عرفان، د ای این پې داؤد پیر عليزۍ، د جمیعت علما اسلام حافظ حمدالله او د بې این پې (عوامي) اسرالله زهري او نسیمه احسان شامل دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG