لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: په 18 جنورۍ د نهم نه تر 12 ټولګي دپاره سکولونه پرانستل کيږي


د پاکستان د تعليم مرکزي وزیر شفقت محمود وايي، تعليمې ادارې چې د کرونا له امله تړل شوې، په درې پړاؤنو کې يې د پرانستو پرېکړه وشوه.

د صحت په چارو کې د وزيراعظم مرستیال فېصل سلطان سره په ګډه خبري غونډې ته په وېنا کې شفقت محمود وويل، په لومړي پړاؤ کې به د 18م جنورۍ نه د نهم څخه 12 ټولګي پورې زده کوونکو دپاره سکولونه پرانستل شي، د هغه په وينا ځکه چې دا ماشومان د امتحانونو تياری وکړي.

هغه وويل په دوهم پړاؤ کې به د پرايمري يا ابتدايي کلاسونو څخه تر اتم ټولګي پورې زده کوونکو دپاره سکولونه په 25م جنورۍ پرانستل شي.

او زياته یې کړه د لوړ زده کړو د کمېشن [اېچ اېس سي] لاندې نورې تعليمي ادارې او پوهنتونونه به په لومړۍ فرورۍ پرانستل شي.

شفقت محمود وويل په مارچ او اپرېل کې د بورډ کېدونکي امتحانونه به د می او جون په مياشتو کې کيږي.

د تعليم د وزير په وېنا دغه پرېکړې یې د صوبو د تعليم د وزیرانو سره په مشورې سره وکړې.

نوموړي په 23م نومبر اعلان کړی ؤ چې د 26 نومبر نه به د 24 دسمبر پورې د کور نه د زده کړو سلسله روانه وي او د 25 دسمبر نه به تر 10م جنورۍ پورې د ژمي يا يخنۍ رخصتي وي او په 11م جنورۍ به تعلیمي ادارې بيرته پرانستلی شي خو د هغې نه په وړاندې اوونۍ کې به بيا هم د حالاتو جاج اخستلی شي.

فېصل سلطان وايي د تعليمي ادارو د بندولو سره د کرونا وبا يو څه قابو شوې خو نور احتياط پکار دی د دې دپاره چې د کرونا په اړه حالات نور هم ښه شي.

د تعليمي ادارو د پرانستلو پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې په ملک کې په تير شوا روز کې نور 39 تنه د کرونا څخه مړه شوي او په ټول ملک کې د دې وايرس نه د مړو ټوله شمېره 10زره350 ته رسېدلې ده.

سرکاري شمېرې ښايي په تيرو دوه، درې ورځو کې په ملک کې د کرونا څخه د مړینو شرحه په کمېدو ده، په درېمه جنورۍ39، په دوهمه جنورۍ 53 او په لومړۍ جنورۍ 82 کسان د کرونا څخه مړه شوي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG