لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي: په مومندو ضلع کې وسله والو تباه کړي ۶۵ سکولونه بیا اباد کړی شول


یو ځايي مشر مشر ملک موجود خان وي او ای ډيوه ته وويل په کال ۲۰۰۹ کې دغها سکول وسله والو په بارودي موادو تباه کړی و او د ودانۍ نشتوالي له وجې به ماشومانو د ونې سورې ته زدکړې کولې
یو ځايي مشر مشر ملک موجود خان وي او ای ډيوه ته وويل په کال ۲۰۰۹ کې دغها سکول وسله والو په بارودي موادو تباه کړی و او د ودانۍ نشتوالي له وجې به ماشومانو د ونې سورې ته زدکړې کولې

د خېبرپښتونخوا په مومندو ضلع کې چارواکي وايي وسله والو دلاسه تباه شویو ۱۲۰ سکولونو کې ۶۵ بیا اباد کړی شوي او د ماشومانو زدکړې پکې شروع شوي دي.

د مومندو د تعليم محکمې مشر جېدې خان وویل په پاتې ۵۵ کې په زياتره سکولونو د پوځ تعميراتي ادارې کار روان دی.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د مومندو ضلعې د صافو تحصيل په ګاګيزو کې وسله والو وران کړی پرائميري سکول د بيا جوړيدو نه پس پرانیسته وشوه.

دغه سکول د پوځ تعميراتي ادارې جوړ کړی او یو ځايي مشر مشر ملک موجود خان وي او ای ډيوه ته وويل په کال ۲۰۰۹ کې دغها سکول وسله والو په بارودي موادو تباه کړی و او د ودانۍ نشتوالي له وجې به ماشومانو د ونې سورې ته زدکړې کولې۔ "چې سکول وران شو بيا به مو ماشومان د ونې سوري لاندې ناست وو، ډيره پکې د تعليم لړۍ هم قطع کړه"

د مومندو تعليم محکمې چارواکي وايي د کال ۲۰۰۸ نه تر کال ۲۰۱۴ پورې په ټوله ضلعه کې ځاېي پر ځايي تعليمي ادارې په نښه شوې وې چې په سلګونو ماشومانو زدکړې يي اغيزمنې کړي وې۔

په ورانو شویو سکولونو کې د شپتوو نه زيات په تحصيل صافو کې وو. د سيمي يو ځوان ټولنيز فعال ارشاد صافي وايي ترهګرۍ له وجې يي ډير ماشومان د تعليم نه بې برخې پاتې شوي دي۔

"دهشت ګردې په دروان د سکولونو په نښه کولو تعليم ته ډير زيان اړولې دې، د تير څورلس، پينځلس کاله جهګړې ډير ماشومان او ځوانان د تعليم نه بې برخې کړي دي"

د ګاګيزو د پرائيمري سکول د پرانستې په مهال د پوځ بريګيډير رؤف شهزاد وويل ترهګرو تعلمي ادارې ځکه په نښه کولې چې تعليم سره شعور راځي او ترهګري د بې شعورۍ په نتيجه کې راځي نو ترهګر غواړي چې د تعليم ادارو ورانولو په زريعه د نوي نسل د شعور د رابېدارۍ مخه ونيسي۔

د خېبر پښتونخوا د تعليم محکمې د کال ۲۰۱۷ او ۱۸ شمېرو ترمخه په قبائېلي ضلعو کې قریباً ۱۲۰۰ تعليمي ادارې وسله والو په مکمله يا په جزوي توګه ورانې کړې وې.

قبائيلي ضلعو کې د سکولونو نه بهر د څلورو کالو نه تر څوارلسو کالو عمر ماشومانو شمېر ۷۔۱ ميلنيا دې۔ د خېبر پښتونخوا حکومت د کال ۲۰۱۹ او ۲۰ د بجټ شمېرې ښاېې د قبائېلي ضلعو تعليم محکمې د پاره ۳۶ بيلينا روپۍ ايښودې وې، روان کال د ټولې خېبر پښتونخوا تعليم محکمې د پاره ۱۵۲ بيلينا روپو بجټ مظور شوې چې ۸۸ بيلينا روپۍ پکې د ترقياتي کارونو په مد کې منظور کړې شوي دي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG