لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

"د پاکستان او هندوستان حکمرانانو واورئ" پښتون شاعر امن ولې غواړي؟

د پاکستان او هندوستان مشران که یو خوا یو بل ته د جنگ گواښونه کوي او د دواړو هیوادونو ترمنځ په تازه تاو تریخوالي په سیمه ايزو مطبوعاتو کې پارونکي بحثونه روان دي نو بلې خوا ته گڼ شمېر خلق دغه مشرانو ته د امن اپيلونه هم کوي.

وتلي پښتون شاعر اکبر سیال د پاکستان او هندوستان حکمرانانو ته په خپل یو نظم "د جنگ نه څه جوړیږي" کې د جنگ نه کولو اپيل کړی دی.

ښاغلی سیال وايي د هندوستان او پاکستان مشران دې جنگونه، نه جوړوي، خپل اولس ته دې خوراک، تعليم او د ښه صحت بندوبست وکړي.

هغه د ډیوه په خپرونه کې خپل مشهور نظم "د جنگ نه څه جوړیږي" واورولو.

د نظم وړومبی بند داسې دی

د پاکستان او هندوستان حکمرانانو واورئ

ای د جماعت او د مندر محافظانو واورئ

بمونه مه جوړوئ، ټینکونه مه جوړوئ

د جنگ نه څه جوړیږي، جنگونه مه جوړوئ

جنگ تباهي راولي، جنگ بربادي راولي

د جنگ نه څه جوړيږي جنگونه مه جوړوئ

په یو بل بند کې داسې وايي

په ایټمي دهماکو بریتونه مه تاوهئ

د خپل بې اوسه اولس غوږونه مه تاوهئ

د ژوند دامن د کور، پوځونه مه تاوهئ

سترگې مو وغوړوئ د هوش نه کار واخلئ

نور د یو بل د وجود لاشونه مه جوړوئ

د جنگ نه څه جوړيږي جنگونه مه جوړوئ

اکبر سیال دغه نظم په په کال 1998 کې لیکلی وو، دغه کال هندوستان او پاکستان ایټمي ازموینې هم کړې وې. د اکبر سیال تر مخه دغه نظم وتلي هنرمند هارون باچا په خپل غږ کې ویلی هم دی.

اکبر سیال وویل چې کله وتلي موسیقار صاحب گل په امریکا کې سیاسي پناه غوښتله نو امریکايي چارواکو ترې پوښتنه وکړله چې تاسو څه داسې موسیقي جوړه کړې ده چې گني ستونزې یې درته جوړې کړي دي؟

د سیال مطابق صاحب گل هغويي ته ددغه نظم په انگریزۍ کې ترجمه ورکړه او ورته یې وویل چې ددې نظم موسیقي یې تیاره کړې ده او بیا د هغه اپيل ومنل شو. اکبر سیال وویل چې دغه وخت د ایټم بم خلاف خبره حکمرانانو ته د زغملو وړ نه وه.

د ښاغلي اکبر سیال په غږ کې دغه نظم په لانديني لینک اوریدی شئ

Akbar Siyal Pashto poem anti war slogan
please wait

No media source currently available

0:00 0:07:40 0:00

See all News Updates of the Day

علي امین ګنډاپور: امنيت د صوبايي حکومت لومړيتوب دی

په داسې وخت کې چې په خېبرپښتونخوا صوبه کې د ناامنۍ پېښې دوام لري، د صوبې وزيراعلا علي امين ګنډاپور ويلي، امنیت د صوبايي حکومت ‏لومړيتوب دی د خلکو د مال او ځان ساتنه يقيني کول یې مقصد دی.‏

علي امين ګنډاپور د کورنيو چارو مرکزي وزير محسن نقوي سره پېښور کې په وزيراعلا هاوس کې ليدلي دي.‏
د صوبې د اطلاعاتو څانګې د ليدنې په اړه ويلي، دواړو د صوبې د امنیتي معاملاتو په اړه بحث کړی او صوبه کې د امنیت ښه کولو دپاره د مرکزي په ‏صوبايي کچه د قانون نافذونکو ادارو ترمنځه د رابطې ښه کولو په خبره یې اتفاق شوی دی.‏

ویل شوي، په ليدنه کې په چینايي وګړو د بريد غندنه شوې، په پېښه کې د ککړو کسانو منطقي انجام ته رسولو او ترهګرۍ ختمولو عزم څرګند کړل شوی ‏دی.‏

په ‏‎26‎م مارچ د خېبرپښتونخوا په شانګله سيمه کې په يو قافله ځانمرګي بريد کې د چينايي وګړو ګاډی په نخښه شوی، پينځه چينايي اينجينيران او ‏پاکستانی ډرايور یې پکې وژل شوي وو.‏ د يادې پېښې وروسته پاکستان کې د چین سفارتخانې دغه پېښه د افسوس وړ بللې او د پاکستان حکومت نه یې غوښتنه کړې ده چې د پېښې هر اړخیزه ‏پلټنې ‏وکړي په دې کې ککړ کسان دې د انصاف محکمې ته راکش کړی شي.

‏چين ویلي، پاکستاني چارواکي باید د چین د وګړو حفاظت لپاره موثره او عملي ګامونه پورته کړي.‏
له دغې وروسته بيا د پاکستان د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ د امنيت دپاره غونډه کې ويل شوي وو، "د ‏چينايي دوستانو، په ملک کې حساسو ‏ځايونو او ملکي خلکو د ساتنو دپاره به ټول اقدامات کیږي".‏

د وزيراعظم په مشرۍ غونډه کې د پوځ مشر جنرل عاصم منير او نورو لوړ پوړ چارواکو ګډون کړی وو.‏
د محسن نقوي سره په ليدنه کې علي امين ګنډاپور ویلي، په صوبه کې به پوليس او نورې قانون نافذونکې ادارې پياوړې کولی شي، او د دې مقصد دپاره ‏به د يوې کوټلې تګلارې لاندې اقدامات کولی شي.‏ ګنډاپور زياته کړې، خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ څخه تر ټولو زياته اغېزمنه شوې ده.‏

په ‏‎16‎م مارچ د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا د قبايلي ضلعې شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د پوځ په یوه پوسته یو ستر خونړی ‏برید شوی، دوه لوړپوړي پوځي افسران او پینځه عسکر پکې وژل شوي وو.‏

د يادې پېښې وروسته پاکستان بيا په ‏‎18‎مه نېټه د افغانستان په پکتيکا او خوست کې د جنګي الوتکو د لارې د ترهګرو په نخښه کولو دعوه کړې خو ‏طالبانو دغه بريدونه غندلي او ویلي يې وو، په بريدونو کې اتنه تنه ښځې او ماشومان وژل شوي وو.‏

‎پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو څيړنيزې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکيورټي سټډیز (پيکس) ويلي، د ‏‏فرورۍ په مياشت کې په خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې کمې شوي خو بلوچستان صوبه کې زياتې شوي او په ملک کې د امنيت مجموعي صورتحال ‏‏د جنورۍ څخه بدل نه وو.‏

پيکس د فرورۍ په میاشت کې شوو حملو او ترهګرۍ د پېښو په اړه جاري کړي رپورټ کې ويلي، په ټول ملک کې په ‏‎97‎‏ حملو کې ‏‎87‎‏ ‏کسان وژل شوي او ‏‏‎118‎‏ ژوبل شوي وو.

افغان طالبان: د خواجه اصف بيان "د خپلې ذمه وارۍ نه تېښته ده"‏

‏په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف بيان "د خپلې زمه وارۍ نه تېښته ده او د خپلې ‏ناکاميو توجيه کول دي". خواجه اصف تور لګولی وو، په "پاکستان کې د ترهګرۍ ‏منبع (سرچینه) په افغانستان کې ده" او کابل د وسله والو د مرکزونو په ‏اړه معلومات لري خو په دې اړه يې څه پرمختګ نه دی کړی او وسله وال په ازاده د پاکستان خلاف فعالیتونه کوي.‏

د طالبانود کنټرول لاندې د افغانستان ملي رېډيو ټيلي ويژن سره په خبرو کې ذبیح الله مجاهد د پاکستان د دفاع وزير بيان "بې بنسټه بللی" او زياته کړې ‏یې ده، افغانستان خپله ستونزې لري او مشکلات یې ګاللي دي.‏
هغه ويلي، "دلته (افغانستان) د ستونزو منبع بلل غلطه خبره ده، د خپل مسوليت نه تېښته ده او د خپلو ناکامیو توجيه کول دي".‏

مجاهد زیاته کړې، "که د پاکستان هدف د هغو د طالبانو تحریک (تحریک طالبان پاکستان) وي نو هغه خو شل کاله هلته موجود وو جګړه یې کړې ده هغه ‏خو د دوی خپله ستونزه ده، او که امنیتي ستونزې لري هغه خو د دوی د کورنيو موضوع برخه ده دا په افغانستان پورې تړل ناانصافي هم ده او غلطه هم ده ‏مونږ یې ردوو".‏

د طالبانو وياند ویلي، "داسې تورونه بايد ونه لګي، اصلي د ستونزو حل بايد په خپل کور کې ولټول شي".‏
خواجه اصف په اېکس (پخواني ټويټر) پوسټ کې دعوه کړې، "په افغانستان کې د ترهګرو ځالې معلومې دي"، هغه په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د ‏نوم يادولو بغېر ويلي، "هغوی د ترهګرو په ځالو خبر دی او د هغې باوجود د هغوی خاوره د پاکستان خلاف په ازاده توګه استعماليږي".‏

د پاکستان د دفاع وزیر دا تازه تور په داسې وخت کې لګولی چې په ‏‎26‎م مارچ د خېبرپښتونخوا په شانګله سيمه کې په يو قافله ځانمرګي بريد کې د ‏چينايي وګړو ګاډی په نخښه شوی، پينځه چينايي اينجينيران او پاکستانی ډرايور یې پکې وژل شوي وو.‏

پاکستان تور لګولي تحریک طالبان پاکستان ډله په افغانستان کې شتون لري او د پاکستان خلاف حملې کوي.‏
بشام کې په چينايانو ترسره شوی بريد څخه تحریک طالبان پاکستان د لاتعلقۍ ويلي وو. د ياد بريد زمه واري تراوسه پورې چا نه ده منلې.‏

پاکستان د روانې میاشتې په ‏‎18‎مه نېټه د افغانستان په پکتيکا او خوست کې د جنګي الوتکو د لارې د ترهګرو په نخښه کولو دعوه کړې خو طالبانو دغه ‏بريدونه غندلي او ویلي يې وو، په بريدونو کې اتنه تنه ښځې او ماشومان وژل شوي وو.‏

پاکستان په افغانستان کې بريدونه وروسته له هغې کړي چې په ‏‎16‎م مارچ د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا د قبايلي ضلعې شمالي ‏وزیرستان په میرعلي سیمه کې د پوځ په یوه پوسته یو ستر خونړی برید شوی، دوه لوړپوړي پوځي افسران او پینځه عسکر پکې وژل شوي وو.‏

پاکستان او د طالبانو حکومت د دوه اړخیز تجارت او ټرانزیټ په اړه تړون لاسلیک کړ

د پاکستان او افغانستان تر منځ د دوه اړخیز تجارت په اړه دوه وﺭځنۍ خبرې ختمې شوې دي او دواړه هيوادونه په خپل منځ کې د تجاﺭت پرمختګ لپاﺭه په مهمو شرطونو متفق شوي دي چې له مخې به یې د پاک افغان ټرانزیټ په مخ کې جوړې ستونځې به هم هواﺭيږي.

په دې اړه په کابل کې د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر الحاج نورالدین عزیزي او د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال محمد خرم اغا په خبري غونډه کې لاندې فیصلې کړې دي:

1- 8 کرنیز توکي او 2 صنعتي توکي تقريباً دغو لس توکو ته به دواړه هيوادونه ترجيح وﺭکوي چې وﺭباندې محصولات کم کړي، که چېرې نوﺭ توکي هم په دغه کې شاملول غواړې، دواړه خواوې به په 15 ورځو کې فهرست ترتیب او شریک کړي او بيا به د آنلاین ناستې له لارې له بحث وروسته موافقه وشي.

2- له پاسپورټ او ویزې پرته د دواړو خواوو موټرچلوونکو او معاونینو ته پر عاﺭضي اجاﺯتنامه باندې اجازه ورکړي، د دواړو خواوو زاړه ترتیبات به د اپریل تر 30مې پورې دوام وکړي، ټاکل شوي دفترونه به د اپریل له لومړۍ نېټې د دواړو هیوادونو ترمنځ د لاریو چلوونکو/کلینرانو لپاره د عارضي اجازتنامې ورکولو کار به پیل کړي.

افغان لوري ویلي چې د پاکستان وړاندیز به اړوندو خواوو ته ورسوي. د نتیجې په توګه دواړه خواوې به په فعاله توګه د یو کال په اوږدو کې د حل موندلو لپاره کار وکړي.

3- دواړو خواوو موافقه وکړه چې پاکستان به په شپږو میاشتو کې د کراچۍ په بندر کې د افغان ټرانزیټ د کلېرنګ لپاره د برت یا ځای جوړولو اسانتیاوې برابروي.

4- د دواړو هېوادونو د هوايي ډګرونو له لارې د ټرانزیټ په ډول د مالونو د منتقلۍ په برخه کې تړون وشو، چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به پیل شي.

5- د پاکستان افغانستان د ټرانزیټ چاﺭو په مخ کې جوړو خنډونو پر لرې کولو باندې هم موافقه وشوه چې پاکستان د افغان ټرانزټ پر کنټينر باندې لس فيصده پروسسينګ او سل فيصده بېنک ګاﺭنټي لرې کولو دپاﺭه په ﺭا ﺭوانو پینځلسو وﺭځو کې اقدامات کوي او د ټرانزټ کنټينر دپاﺭه انشوﺭنس کمپنۍ ضمانت قبلوي.

افغانستان به د منځنۍ اېشيا لپاﺭه د پاکستان پر ټرانزټ 110 فيصده ضمانت کمولو دپارہ هم اقدامات کوي، د پاکستان له خوا چې کوم ممنوع لسټ دی په هغه کې د ترمیم ﺭاوستو لپاﺭه به هم د پاکستان د تجارت وﺯاﺭت غوﺭ کوي.

د کاﺭوباﺭي چاﺭو د ﺭوانو ساتلو لپاﺭه به دواړه هيوادونه په خپل منځ کې بېنکينګ چېنل خلاصوي او کاﺭوباﺭ به د بېنکونو له لاﺭې کوي، افغانستان اوس هم د منځنۍ اېشيا له هېوادونو سره بېنکي نظام فعاله کړی دی.

6- افغانستان او پاکستان به دواړه په چمن او سپین بولدک کې د شپه ورځ د ګمرکي یا کسټم چاﺭو د بحاله ساتلو لپاﺭه هم اقدامات کوي.

7- پاکستان د طالبانو حکومت ته وويل چې په خپلو ګمرکاتو کې د ﺭجسټرکوونکي ټي يک فاﺭم شمېرې دې ورسره شريکې کړي چې په کومه انداﺯه مالونه افغانستان ته د پاکستان څخه وﺭغلي دي.

خو د طالبانو حکومت وﺭته ویلي د نوي حکومت اعداد شماﺭ وﺭسره شريکولای شي ځکه چې وایي یوه تخنیکي ستونزه ده چې له مخې یې په کانټینر کې زیات وﺯن په دوو موټرانو کې لوډ کړي هغه ټي يک فاﺭم بيا په ويبيوک سسټم کې نه اپلوډ کیږي، د پاکستان لخوا وﺭته وويل شو په ﺭاﺭوانو څلوېښت وﺭځو کې سسټم اپډېټ کوي.

د طالبانو د حکومت او د پاکستان تر منځ د تجارت په اړه دا تړون وروسته له هغه شوی چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې د دواړو هېوادونو د حکومتونو تر منځ د اړیکو د خرابۍ له کبله وخت په وخت د تورخم او چمن لارې بندې شوې چې له کبله یې دوه اړخیز تجارت ډېر اغېزمن شوی وو.

د پاکستان او افغانستان تر منځ په دغو خبرو باندې د سوداګرو غبرګون:

د پاکستان فيډﺭل چمبر اف کامرس پخواني مشر انجنېر داﺭو خان اڅکزي د پاکستان او افغانستان تر منځ دغه اوسنۍ خبري يوه لویه ګټه وبلله او ویې ويل د دواړو هیوادونو تر منځ تجاﺭتي اړيکې د تاﺭيخ هغه لاندې سطح ته ﺭاغلې دي چې وایي‌ دوی یې سوچ هم نه شو کولای.

دارو خان اڅکزی وایي‌ اوس چې کوم ټکي ددغو خبرو په اړه دوی اوﺭېدلې دي هغه بنيادي ټکي دي چې د دواړه هيوادونو تر منځ په تجاﺭتې اړيکو کې هر وخت مزاحم وي. دارو خان اڅکزي‌ وي او اې ډیوه ته وویل:

"له دغو خبرو دا هم معلومه شوه چې دواړه هيوادونه په خپل منځ کې تجاﺭت ﺯياتول غواړي که چېري دوی خپلمنځني تجاﺭتي ستونځې نوﺭې هم کمول غواړي باید تجاﺭت او سياست د يو بل نه بېل کړل شي".

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر خان جان الکوﺯي وويل، د دوه اړخیز تجارت په اړه دغو اوسنیو خبرو ته خوشبينه دی خو وایي اکثره ستونځې د پاکستان په طﺭف وې:

"اوس چې پاکستان کومې خبرې د افغانستان سره منلې دي که پر هغه پاکستان عمل وکړي د دواﺭو ملکونو تر منځ به تجاﺭت نوﺭه وده ومومي".

د طالبانو حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په بلنه د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال محمد خرم اغا په مشرۍ یو پلاوی د مارچ له 25 څخه تر 27 نېټې پورې د دوه اړخیزو سوداګریزو او ټرانزیټي مسایلو په اړه د خبرو لپاره کابل ته تللی وو.

د اسلام اباد هايکورټ د ججانو خط: حکومت د پلټنو دپاره د کمېشن جوړولو اعلان وکړو ‏

د اسلام اباد هایکورټ د شپږو ججانو په هغه خط، چې پکې دعوه شوې، استخباراتي ادارې په عدالتي چارو کې لاسوهنه کوي، حکومت د پلټنو ‏دپاره د کمېشن جوړولو اعلان وکړو.‏

د قانون مرکزي وزير، اعظم نذير تارړ د اټارني جنرل انور منصور سره په ګډه خبري غونډه کې وويل، د خط په معامله وزيراعظم شهباز شريف د چيف ‏جسټس قاضي فايز عيسا سره وليدل، او وزيراعظم وويل، د دغه پېښې پلټنې پکار دي او د کمېشن په اړه به د جمعې په ورځ د کابينې سره خبره کوي.‏

د اسلام اباد هايکورټ جسټس، محسن اختر کیاني، جسټس بابر ستار، جسټس طارق جهانګيري، جسټس سردار اعجاز اسحاق، جسټس ارباب محمد ‏طاهر او جسټس ثمن رفعت امتياز په عدالتي چارو کې د لاسوهنې په سر چیف جسټس ته خط ليکلی او د جوډيشل غونډې بللو غوښتنه کړې ده.‏

پاکستان بار کونسل هم د شورو/ چارشنبې په ورځ د اسلام اباد هایکورټ د ججانو د خط د پلټنې دپاره د سپريم کورټ د لږ تر لږه درېو ججانو د بنچ جوړولو ‏غوښتنه کړې ده.‏

د ججانو په خط کې د استخباراتي ادارو په عدالتي چارو يا ججانو اثر اندازه کېدو دعوه شوې، د پاکستان پوځ او آی اېس آی لخوا دغه دعوې ته رسمي ‏غبرګون مخې ته نه دی راغلی.‏

اعظم نذير تارړ وويل، کمېشن به د پلټنو د قانون لاندې د پېښې پلټنې کوي. د سپريم کورټ کوم پخوانی جج به د کمېشن مشري او پلټنې کوي.‏

هغه وويل، چيف جسټس هم په دغه خبره موافق وو چې مرکزي حکومت له د دغه معاملې پلټنې کول پکار دي ‏

د ججانو په خط کې ویل شوي چې د عدلیې د ازادۍ د باوري کولو لپاره د ادارې په توګه دې معاملې ته غبرګون پکار دی او له عدالتي کنونشن څخه به ‏درک ولګیږي چې د ملک د نورو هایکورټونو قاضیان هم له دې حالت سره مخ دي که نه.‏

په خط کې زياته کړل شوې، په عدالتي چارو کې د خفيه ادارو لاسوهنه کومه نوې خبره نه ده او پخوا د اسلام اباد هاىکورټ جج شوکت عزیز صديقي هم د ‏استخباراتي ادارې آی اېس آی د لاسوهنې معامله مخې ته راوړې وه.‏

شوکت صدیقي په کال 2018م کې د خپل منصب څخه ګوښه کړل شوی وو او د سپریم کورټ اوسني چیف جسټس د مارچ په 22مه په خپله پرېکړه کې د ‏شوکت صديقي ګوښه کېدل ناسم وبلل او هغه يې رېټاېرډ جج وباله.‏

خط لیکونکو ججانو د فشار د هڅو په اړه د اسلام اباد هایکورټ مشر قاضي ته په کال 2023 او 2024 کې ليکل شوي لیکونه هم شامل کړي او په خپلو ‏چارو کې د هغو مسولو او ممکنه لاسوهنو یادونه يې پکې کړې ده چې دغو ججانو ته وخت په وخت مخې ته راغلې دي.‏

په خط کې زياته کړل شوې، د پخواني وزيراعظم عمران خان خلاف د ټيريان وايټ په قضيه کې د ججانو په رایو کې اختلافات پېل شوي وو، جسټس عامر ‏فاروق د ټيريان قضيه د اورېدنې وړ ګرځولې، او چا چې قضيه د اورېدنې وړ نه وه ګرځولې، په هغو ججانو د آی اېس آی لخوا د خپلوانو او دوستانو د لارې ‏سخت فشار اچول شوی وو.‏

ججانو ویلي، دغه معامله یې د اسلام اباد د چیف جسټس، او بيا د هغه وخت د سپریم کورټ د چيف جسټس په وړاندې راوړلې وه او بیا ورته چیف ‏جسټس ويلي وو چې د آی اېس آی د مشر سره یې خبره شوې، چې بيا به داسې نه کیږي خو دغه لړۍ نه ده ودرېدلې.‏

د پاکستان د پوځ د مشر په ګډون د 2.7 میلینه پاکستاني وګړو شخصي معلومات افشا او غلا شوي

د پاکستان د پوځ د مشر جنرل عاصم منیر په ګډون د شاوخوا 27 لکه پاکستانیانو د ژوند شخصي معلومات افشا شوي یا "غلا" شوي دي چې پکې بایو مېټرک معلومات هم شامل دي. څېړونکي دا سنجیده مسئله ګڼي او وایي دا به ډېرې سنګینې نتیجې ولري.

د پاکستاني وګړو د شخصي معلوماتو د رسوا کېدو د شکایتونو په اړه د پلټنو ګډې ډلې «جې ای ټي» په دې اړه خپل رپوټ روانه اوونۍ د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته سپارلی دی.

د رپوټ له مخې له 2019م تر 2023م کال پورې د شاوخوا 2.7 میلینه پاکستاني‌ وګړو شخصي معلومات د شناختي کارډ جوړولو له مرکزي ادارې نادرا څخه غلا شوي دي.

رپوټ وایي‌ دا ډېټا د ادارې د ملتان، پېښور او کراچۍ له مرکزونو وخت په وخت ایستل شوې ده او د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د خبر له مخې دا معلومات بیا دوبۍ ته لېږدول شوي او بیا په ارجنټاین او روامانیا کې خرڅ کړل شوي دي.

جې ای ټي په خپل رپوټ کې سپارښتنه کړې چې د نادرا د هغو افسرانو خلاف دې قانوني ګامونه واخیستل شي چې د خلکو د شخصي معلوماتو په رسوا کولو کې لاس لري.

پاکستان ټوډې ورځپاڼه وایي د پاکستان پبلک اکاونټس کمېټۍ د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی چې د مواصلاتو د مرکزي ادارې (پي ټي اې)، مرکزي تحقیقاتي ادارې (ایف ای اې) او پوځي استخباراتي ادارې په هکارۍ دې له نادرا څخه د معلوماتو د افشا کېدو په اړه پلټنه وکړي.

دا لومړی ځل دی چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په کوم رپوټ کې چارواکو په منظمه توګه د خلکو د شخصي معلوماتو د افشا کېدو اعتراف کړی دی.

تر دې وړاندې د 2020م کال په اپرېل کې هم انفارمېشن سیکیورټي کمپني په خپل رپوټ کې ویلي وو چې په پاکستان کې د موبایل ټیلیفون کاروونکو شاوخوا 115 میلینه یا یوولس نیم کروړه پاکستانیانو معلومات پر «ډارک ویب» یا توره ویبپاڼه پلورل شوي او وایي په دې کې ممکن د ټیلیکام کمپنیو ځینې ملازمین لاس ولري.

خو د 2021م کال په نومبر کې د پاکستان د مرکزي تحقیقاتي ادارې (ایف ای اې) د سایبر جرمونو د څانګې یو افسر د قومي اسمبلۍ د انفارمېشن ټیکنالوجۍ د چارو کمېټۍ ته انکشاف وکړ چې د نادرا معلومات په پراخه پیمانه هېک شوي دي.

د کمېټۍ تر هغې غونډې سمدستي وروسته ایف ای اې او خپله د نادرا چارواکو د ډېټا د افشا کېدو خبره رد کړه.

خو وروسته د چارواکو له خوا د ډېټا افشا کېدو په اړه کله د اقرار او کله د انکار په منځ کې تېر کال دا انکشاف وشو چې د پوځ د مشر جنرل عاصم منیر او د هغه د پلار د نادرا معلوماتو ته نه یواځې د غیرقانوني لاسرسي هڅه شوې.

د پوځ د مشر له شناختي کارډه دا هم معلومه کړل شوې وه چې د هغه پاسپورټ کله جوړ شوی دی او دا هڅه هم شوې وه چې د هغه د سفرونو او جایداد په اړه هم معلومات تر لاسه کړي.

د دې معاملې د پلټنو په نتیجه کې چې د پاکستان د پوځ د مشر شخصي معلوماتو ته غیرقانوني لاسرسی ثابت شو، په دې تور د نادرا شپږ افسران له خپلو نوکریو وایستل شول او له ځینو افسرانو استعفی وغوښتل شوه.

څرګنده دې وي چې د پوځ د مشر په ګډون د پاکستاني وګړو د شخصي معلوماتو د افشا کېدو شکایتونه په وروستیو کې ډېر زیات شوي وو او بیا د تېر نګران حکومت په دې اړه د پلټنو ډله جې ای ټي جوړه کړې وه.

د شخصي معلوماتو افشا کېدو زیانونه:

په لندن کې مېشت د سایبر امنیت ماهر او پر دې موضوع د څو کتابونو لیکوال رافع بلوچ وایي، د نادرا ډېټا د پاکستاني‌ وګړو د شخصي معلوماتو تر ټولو لویه ذخیره ده او حساسه هم ده.

رافع بلوچ وي او اې ته وویل که د خلکو په افشا شویو معلوماتو کې بایومېټرک معلومات هم شامل وي نو دا د اندېښنې خبره ده، ځکه چې وایي بایومېټرک معلومات نه بدلیږي او په کارولو سره یې د موبایل سیم را ایستل کېدای شي، جایداد منتقل کېدای شي او ډېر نور غیرقانوني کارونه ترې اخیستل کېدای شي.

رافع بلوچ وایي اوس چې د لکونو خلکو شخصي معلومات افشا یا غلا شوي او اوس پکې څه بدلون هم نه شي کېدای، نو دا امکان شته چې سایبر مجرمان یې معلومات استعمال کړي او دوی بلیک مېل کړي.

بلوچ وایي د دوی د ډېټا له لارې د سوشل مېډیا او نور اکاونټونه جوړېدای شي او د دغو خلکو د شناخت د غلا کېدو کېسونه هم مخې ته راتلای شي چې ملومات یې غلا شوي دي.

هغه دا اندېښنه هم ښکاره کړه چې کېدای شي د معلوماتو د افشا کېدو دغه پېښه له سایبر جرم یا مالي فراډ او ټګۍ سره تړلې وي، ځکه چې وایي دا ډول ډېټا په عمومي توګه پر «ډارک ویب» خرڅیږي او دا یو لوی کاروبار دی.

رافع بلوچ وایي ډېرې کمپنۍ د خلکو پر شخصي معلوماتو یا ډېټا باندې کار کوي او په نړۍ کې د ډېرو ملکونو له امنیتي ادارو سره هم داسې معلومات وي چې هغوی یې کله هم کارولای او د کوم تن په اړه پلټنې کولای شي.

د بلوچ په وینا په پاکستان کې تر اوسه د خلکو معلومات په بشپړه توګه ډیجیټل شوي نه دي خو وایي د وخت په تېرېدو چې څومره ډېټا ډیجیټل کیږي، خطرونه به هم ورسره زیاتیږي، ځکه نو وایي په دې اړه امنیتي اوزارو ته په کتو کار کول پکار دي.

د رافع بلوچ په وینا د خلکو د شخصي معلوماتو د خوندي ساتلو په اړه تر اوسه په پاکستان کې هیڅ قوانین نه شته، ځکه نو د ډېټا د ساتلو ذمه واري پر نادرا، ټیلیکام کمپنیو او نورو اړوندو ادارو باندې ده.

یادونه:- دا رپوټ د وي او اې اردو له ویبپاڼې ژباړل شوی دی.

نور کتل

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
XS
SM
MD
LG