لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان افغانستان سره خپل سرحد وتړلو


د فوج بیان دا نه ده په ډاگه کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تگ راتگ یوازې یوه لار او که ټول سرحد تړل شوی دی خو د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي د طورخم پوله بنده کړی شوي ده
د فوج بیان دا نه ده په ډاگه کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تگ راتگ یوازې یوه لار او که ټول سرحد تړل شوی دی خو د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي د طورخم پوله بنده کړی شوي ده

د افغانستان سره د پاکستان سرحد د امنیتي اسبابو په بنیاد تړل شوی دی. دا خبره د پاکستان فوج کړې ده.

د فوج د مطبوعاتي څانگې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په ټویټر یو مختصر بیان کې وویل پوله به د بل امر پورې تړلې وي.

پاکستان دا گام په سند صوبه کې د لال شهباز قلندر په مزار د داعش د ځانمرگي حملې ورسته اخیستی دی. ایسوسي ایټډ پریس خبري اداره وايي په حمله کې ٧٥ کسان وژل شوې دي.

د فوج بیان دا نه ده په ډاگه کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تگ راتگ یوازې یوه لار او که ټول سرحد تړل شوی دی خو د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي د طورخم پوله بنده کړی شوي ده.

ډان د پاکستاني مامورینو له قوله ویلي چې د طورخم سرحد په سمدستي ډول د هر قسم تگ راتگ دپاره تړل شوی دی چې پکې د تجارتي توکو وړل راوړل هم شامل دي.

افغانستان لخوا د پاکستان د سرحد بندولو په اعلان په سمدستي توگه څه ردعمل مخې ته نه دی راغلی.

په طورخم د پاکستان د دروازې په شخړه تیر کال هم پاکستان د څو ورځو دپاره دغه پوله تړلې وه. په دغه مسله باندې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډزو تبادله هم شوي وه چې پکې د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه دواړو خواؤ ته څلور عسکرو ژول شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG