لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان, افغانستان دترهه گرۍ په ضد همکارۍ سيوا کولو ژمنه کړې

پاکستان, افغانستان دترهه گرۍ په ضد همکارۍ سيوا کولو ژمنه کړې
پاکستان, افغانستان دترهه گرۍ په ضد همکارۍ سيوا کولو ژمنه کړې

دافغانستان صدر حامد کرزي ددفتر څخه جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي تيرماښام دپاکستان دوزيراعظم يوسف رضاگيلاني او دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزي ترمينځ ترسره شوؤ ټيلي فوني خبرواترو کې دواړو هيوادونودترهه گرۍ په ضد په گډه دمبارزې کولو ژمنه کړې ده.

بيان کې وئيل شوي دي دواړه مشران تيرماښام په ټيليفوني خبرو اترو کې دنورو چارو ترڅنگ په اقتصادي چارو هم غږيدلي دي. بيان زياتوي دواړو خواؤ دترهه گرۍ په ضد جگړه کې ددواړو هيوادونو دامنيتي ادارو ترمينځ په همکارۍ سيوا کولوټينگار وکړو.بيان کې دا هم راغلي دي چې صدرحامد کرزي دپاکستان وزيراعظم ته افغانستان ته ددورې بلنه ورکړې او وزيراعظم گيلاني دغه بلنه قبوله کړې ده.

وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني افغان صدر سره په خبرو کې ددې باور څرګندونه وکړه چې دلوړې کچې تماسونو سره ددواړو ګاونډي هيوادونو ترمينځ اړيکې نورې هم ښۀ کيدلى او دواړه يو بل ته نور هم نزدې کيدلى شي. دواړوهيوادونودترهه گرۍپه ضد جگړه کې دهمکارۍ په سيوا کولو دغه اتفاق په داسې وخت کې کړى دى چې دا مهال دافغان حکومت له لوري وسله والو طالب مشرانوسره دروغې جوړې هڅې تندې شوي دي. دپاکستان وزيراعظم يوسف رضا گيلاني دمخه وئيلي دي چې افغان ستونزه دپاکستان دمرستې څخه پرته نۀ شي هواريدلى.

افغان چارواکي وائي هغوي دوسله والو طالبانو او افغان حکومت ترمينځ په روغې جوړې راوستو کې پاکستان ته هرکلى وائي خو ددغو خبرو اترو مشري به دپاکستان پځايې افغان حکومت پخپله کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG