لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان حکومت یو شمېر مخالف سیاستوال په پاکستان کې د افغان امن په موضوع غونډې ته ورغلي


د افغان امن په موضوع د بوربن غونډه په داسې حال کې کېدونکې ده چې ټاکل شوې ده چې د جون په ٢٧ نېټه به افغان صدر اشرف غني هم د پاکستان سفر کوي. د افغانستان صدارتي انتخابات د سپټمبر په میاشت کې کېدونکې دي
د افغان امن په موضوع د بوربن غونډه په داسې حال کې کېدونکې ده چې ټاکل شوې ده چې د جون په ٢٧ نېټه به افغان صدر اشرف غني هم د پاکستان سفر کوي. د افغانستان صدارتي انتخابات د سپټمبر په میاشت کې کېدونکې دي

د افغان حکومت یو شمیر مخالف سیاستوال، په صدارتي انتخاباتو کې د صدر اشرف غني ځینې حریفان او گڼ شمېر نورافغان سیاسي مشران په افغانستان کې د امن او مفاهمت په موضوع په پاکستان کې غونډه کوي.

پخوانی افغان صدر حامد کرزی او په صدارتي ټاکنو کې د اشرف غني مخالفین، د حزب اسلامي مشر گلبندین حکمتیار، د افغانستان د قامي سلامتیه پخوانی مشیر حنیف اتمر او عبدالطیف پدرام د خالي، شنبې، په ورځ کېدونکي غونډې په برخه والو کې شامل دي. خو د ښاغلي اتمر ترجمان ویلي د هغه پرځای به یې دوه نمایندگان د پاکستان په سیاحتي سیمه بوربن کې کېدونکي غونډه کې گډون کوي.

د افغان امن په موضوع د بوربن غونډه په داسې حال کې کېدونکې ده چې ټاکل شوې ده چې د جون په ٢٧ نېټه به افغان صدر اشرف غني هم د پاکستان سفر کوي. د افغانستان صدارتي انتخابات د سپټمبر په میاشت کې کېدونکې دي.

د افغان حکومت د سولې عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي، د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور، د هرات پخوانی والي محمد اسماعیل او د افغان اجرايیه ریس محمد محقق هم د بوربن په غونډه کې شرکت کوي.

د غونډې د منتظیمونو ترمخه طالبان به په غونډه کې نه وي خو په مجموعي توگه به پکې ٣٠ افغانان چې زیاتره د صدر اشرف غني سیاسي مخالفین دي، گډون کوي.

په بوربن کې د په افغانستان کې د امن او مفاهمت په موضوع د دغې غونډې په منتظېمینو کې د څېړنې اداره ساوت اېشین سټرېټیجک سټېبیلیټي انسټېټیټوټ هم شامله ده چې وايی دا غونډه په افغانستان کې د امن دپاره د پاکستان د دې کوښښونو سره سمون خورې چې په جنگ ځپلې هیواد کې د امن په هلو ځلو کې دې ټولو اړونده فریقېنو ته ونډه ورکړی شي.

د ادارې ېوې چارواکې ماریه سلطان وي او ای ته وویل "مونږ په افغانستان کې د امن په حق کې یوو او وخت راغلی چې د جنگ پرځای د امن دپاره غږونو واورېدل شي." هغه وویل غونډه د پاکستان د دې دریځ حمایت کوي چې د افغانستان د مسلې حل به افغانان خپله غوره کوي. "ټول افغان شریکان باید حتمي فېصله کونکي وي او هر یو مساوي اهمیت لري."

په پاکستان کې د یو شمیر افغان سیاسي شخصیتونو دغه غونډه په داسې حال کې هم کېږي چې امریکې د تېر یو کال راهسې د افغان طالبانو سره د خبرو لړۍ پېل کړې ده. په دغو خبرو کې د امریکايي پلاوي مشري په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازی زلمی خلیلزاد کوي. خپله خلیلزاد او طالبانو په مذاکراتو کې چې زیاتره په قطر کې شوي، د پرمختگ خبره کړې ده. د قطر د بهیر بله غونډه د دې میاشت په اخېره کې کېدونکې ده. دا نه ده معلومه چې ایا امریکا به د د بوربن په غونډې کې نمایندگي ولري او که نا؟ خو د امریکې او د طالبانو د مذاکراتو یوه ناسته سږ کال په پاکستان کې هم ټاکل شوي وه خو بیا وځنډیده.

په کال ٢٠١٥ کې پاکستان د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د لومړیو نیغ په نیغه مذاکراتو کوربتوب وکړو خو د بین الافغاني خبرو دغه لړۍ په داسې حال کې ماته شوه د هغه وخت د طالبانو مشر ملا عمر په پاکستان کې د مرگ خبرې مخې ته راغلو. دغه غونډه په مري ښار کې شوي وه چې د اسلام څخه بوربن ته لار پې تېره شوې ده.

په حکومتي کچه پاکستان او یا هېواد کې د افغان امن په لړ کې هلې ځلې په داسې حالې کې هم کېږي چې افغان مامورین د ډیر وخت راهسې په اسلام آباد د طالبانو د کومک الزام لگوي.

خپله حامد کرزي به هم په خپل صدارت کې وېل چې د ترهگرۍ مرکزونه په افغانستان کې نه د هیواد د سرحد نه بهر دي، چې اشاره به یې په غیر مستقیم ډول پاکستان ته وه. پاکستان دا خبرې ردوي.

په ملگرو ملتونو کې د پاکستان استازې مېرمن ملیحه لودي دا هفته د امنیتي شورا یا سکېورټي کاونسل یوې غونډې ته وویل پاکستان به د افغان ولس مشکلات لرې کولو دپاره په افغانستان کې د سیاسي حل مرسته کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG