لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د پاکستان په ضد دقهرژنې مظاهرې،١١ کسان وژل شوي


د افغانستان ننگرهار ولایت په گوشته اولسوالۍ کې یو افغان عسکر د پاکستان سره په پول مورچل کې ناست دی
د افغانستان ننگرهار ولایت په گوشته اولسوالۍ کې یو افغان عسکر د پاکستان سره په پول مورچل کې ناست دی
دافغانستان په بيلابيلو ولایتونو کې پرله پسې په دريمه ورځ هم طالبعلمانو،سپين ږيرو،دمدني ټولنې غړو،ښځو اؤ حکومتي مامورينو دپاکستان په ضد د قهره ډکې مظاهرې کړي چې ددغو مظاهرو په مهال پوليس سره یوه نښته کې د افغان چارواکو د وینا ترمخه ١١ کسان وژل شوي دي.
مظاهرو کې قهريدلو مظاهرچيانو دپاکستان دملي بيرغ سوځولو ترڅنگ ددغه هيواد د صدر گوډاگى هم سوځولى اؤ گواښ يې کړى چې کۀ پاکستاني پوځيانو دافغانستان خاورې ته قدم ورتير کړو نو اولس به دپاکستاني پوځ په ضد دخپلو پوځونو سره اوږه په اوږه ولاړ وي.
دغه قهرژنې مظاهرې دشورو په ورځ دافغانستان په ننگرهار،قندهار،هلمند،هرات اؤ لغمان صوبو کې شوي دي.
د قندهار په میوند اولسوالۍ کې د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ جگړه کې ١١ کسان وژل شوي دي. افغان چارواکو د خونړي اړې گړې الزام په طالبانو لگولی چې په مظاهره چیانو کې ور گډ شوي وو او په پولیسو يي ډزې ووکړې.
دسيمې څخه دترلاسه شوؤ راپورونو په اساس دلغمان په مهترلام او نورو ټولو اولسواليو يا ضلعو کې په زرگونو طالبعلمان،قومي مشران،سپين روبي اؤ دمدني ټولنو استازي سړکونو ته ووتل اؤ دپاکستان په ضد يې دکرکې ډکې نعرې پورته کړې .
دغه مظاهرينو دپاکستان اؤ افغانستان په گډه پوله پاکستاني پوځيان دافغانستان خاوره گوشته اولسوالۍ کې په مداخلت تورن کړل اؤ وئ ويل پاکستاني پوځيانو غوښته چې افغانستان په خاورکې دخپلې دروازې جوړولو سره دافغانستان خاوره ونيسي.
هغوئ دخپلو پوځيانو لخوا پاکستان ته دسخت ځواب ورکولو ستائينه وکړه اؤ وئ ويل د دښمن خلاف ټول افغانان يو موټى اؤ دخپل پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ دي.
دقندهار په ميوند اولسوالۍ کې د مظاهرينو اؤ پوليسو ترمينځ د شوؤ ډزو په نيتجه کې د شپږو مظاهرينو دژوبل کيدو راپورونه هم ترلاسه شوي دي.
دقندهار د والي وياند جاويد فيصل خبريالانو ته ويلي دي ډزې دمظاهرينو دمينځ څخه په پوليسو شوي دي خو کله چې پوليسو ځوابي ډزې وکړې نو شپږ کسان پکې ژوبل شوي دي.
همدغسې دننگرهار يونيورسټۍ په سوؤنو طالبعلمانو هم په ننگرهار کې د پاکستان په ضد مظاهر کړې اؤ ددغه هيواد ملي بيرغ يې سوزؤلى دى.
دهرات پوهنتون يايونيورسټۍ شاگردانو اؤ دهلمند صوبې طالبعلمانو،استاذانو اؤ عام اولس احتجاجي لاريونه ويستي اؤ پاکستان خلاف يې سخته نعره بازي کړې ده.
بلخوا دافغانستان دمدني ټولنې په سوؤنو فعالين دشورو په ورځ دافغانستان گوشتې اولسوالۍ ته ددې دپاره ورټول شوي چې دغلته دافغانستان دملي پوځ سره خپل پيوستون اؤ يووالى وښايي.
دافغانستان صدر حامدکرزي تيره ورځ يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وئيلي ؤ دپاکستان لخوا په گډه پوله ددغسې جگړو رامينځته کولو مقصد افغانستان دډيورنډ په لانجمنه کرښه خبرو ته مجبورول دي خو افغانستان دتاريخ په اوږدو کې نۀ خود ډيورنډ کرښه په رسميت منلې اؤ نه به په دغه اړه پاکستان سره خبرو ته کښيني.
حامدکرزي دغه څرگندونې وروستو له هغې کړې وې چې دپاکستان اؤ افغانستان په گډۀ پوهه د دواړو هيوادونو دپوځيانو ترمينځ دزمکې دحدونو په سردرنه نښته شوې وه.
د گل په ورځ دپاکستان دبهرنيو چارو د دفتر وياند پخپلو څرگندونوکې وئيلي وؤ ډيورنډ يوه فيصله شوې کرښه ده اؤ په دغه اړه دجنجالونو راپورته کولو څخه غوره داده چې دواړه هيوادونه ترجيحې ستونزو ته متوجې پاتې شي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:55 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG