لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو هیئت پاکستان کې د ټرویکا پلس ناستې ته وربلل شوی


پاکستان به په دې هفته کې د زیارت/پنجشنبې په ورځ د افغانستان د حالاتو په اړه، د امریکا، چین، او روس استازو د غونډې کوربه وي چې دا ناسته د "ټرويکا پلس" پروسې په نوم هم پېژندل کیږي.

په اسلام آباد کې چارواکو وي او اې ته د دې خبرې پخلی وکړ چې د طالبانو د حکومت خارجه وزیر امیرخان متقي هم دې ناستې ته وربلل شوی دی. دې چارواکي د ټرویکا پلس غونډې کې د امیرخان متقي برخه اخیستل، یو "اهم" پرمختګ وګاڼه.

د پاکستان په کوربه توب د زیارت ورځې په دې ناسته کې به د افغانستان دپاره د امریکې نوی ټاکل شوی خاص استازی ټامس وېسټ او د هغه روسي، چینايي، او پاکستاني سیالان هریو د خپل ملک د مربوطه هیئت مشري کوي.

داسې تمه کیږي چې په غونډه کې برخه اخیستونکي مشران به یو ځل بیا د طالبانو په اسلامپالې ډلې د نړېوالې برادرۍ له اړخه دا غږ وکړي چې افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت جوړېدل یقیني کړي او د ټولو افغانانو، په شمول د ښځو او اقلیتونو حقونه خوندي کړي.

پاکستاني چارواکو وویل، متقي به د شورو/چهارشنبې په ورځ د نوامبر په لسمه پاکستان ته ورسیږي او ورسره به د طالبانو نور لوی چارواکي هم ملګري وي.

د طالبانو خارجه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم په یو بیان کې ویلي چې امیرخان متقي به د یو جګپوړي هیئت په مشرۍ د شورو/چهارشنبې په ورځ پاکستان ته سفر کوي او دوی به "د اړیکو په پیاوړتیا، اقتصاد، ترانزټ، مهاجرینو او ولسونو ته په تګ راتګ کي د سهولتونو په زیاتوالي خبري کوي."

مخکېنۍ د ټرویکا ناسته

روس په اکټوبر میاشت کې د ټرویکا پلس مخکېنۍ غونډه په ماسکو کې جوړه کړه، خو په هغې ناستې کې د امریکا کوم استازي برخه وانخېسته، او د دې برخې نه اخیستو دلیل یې لاجسټیکي وجوهات وبلل.

په ماسکو کې د هغې ناستې نه یوه ورځ وړاندې، د افغانستان دپاره امریکا مخکېني خاص استازي زلمي خلیلزاد له خپلې عهدې استعفا ورکړې وه او امریکایي چارواکو ویل چې د خلیلزاد ځای ناستی، ټامس وېسټ آماده نه و چې د ماسکو په غونډه کې برخه واخلي.

ټامس وېسټ د دې هفتې په سر کې د خپلې نوې عهدې اولنی سفر یورپ او ایشیا ته پیل کړ چې له اتحادیانو او ملګرو هېوادونو سره د افغانستان د آینده حالاتو په اړه بحث او خبرې وکړي. هغه د ګل/دوشنبې په ورځ، براسېلز کې خبریالانو ته وویل چې د هفتې په آخرو کې به پاکستان ته ځي، خو نور جزییات یې نه و په ډاګه کړي.

د زیارت/پنجشنبې په ورځ د پاکستان په کوربه توب د ټرویکا پلس پروسې ناسته په داسې وخت کې جوړیږي چې ملګرو ملتونو په امداد کوونکو تنظیمونو او ملکونو غږ کړی چې افغانستان دپاره دې خپلو بشري مرستو او امداد کې اضافه راولي. ملګري ملتونه وایي چې د افغانستان څه باندې دېرش میلینه آباتۍ کې د نیمایي نه زیات یې په دې ژمي کې د لوږې له خطرې سره مخامخ دي.

د افغانستان دپاره د امریکا نوي خاص استازي ټامس وېسټ په براسېلز کې خبریالانو ته وویل: "طالبانو ډېره واضحه او برالا څرګنده کړې ده چې له نړېوالې برادرۍ سره خپل تعلقات عادي کول غواړي، او هیله من دي چې امدادونه بیا بحاله کړی شي، کابل ته نړېوال سفارتکاران بېرته ورشي، او همدا راز په دوی [طالبانو] باندې لګېدلې پابندۍ بېرته لېرې کړی شي. او امریکا هېڅ یو دغه کارونه په یوازې سر نشي کولی، او مونږ ته په کار ده چې د دغو شیانو د عملي کېدو دپاره له نړېوالې برادرۍ سره یوځای کار وکړو."

وېسټ دا هم وویل چې واشنګټن اوس مهال په کابل کې د خپل سفارت د بیا پرانېستلو په اړه "په سنجیده توگه فکر نه کوي".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG