لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طورخم دروازه به ٢۴ گنټې پرانیستي وي


پاکستان او افغانستان د ډیورنډ کرښې په نوم یادېدونکي پوله لري چې شا او خوا ٢٦٠٠ کلومېټره اوږده ده. د پاکستان پوځ په کرښه د ازغن تار لگولو او د نویو چېک پوسټونو او قلعو جوړولو کار پېل کړی دی
پاکستان او افغانستان د ډیورنډ کرښې په نوم یادېدونکي پوله لري چې شا او خوا ٢٦٠٠ کلومېټره اوږده ده. د پاکستان پوځ په کرښه د ازغن تار لگولو او د نویو چېک پوسټونو او قلعو جوړولو کار پېل کړی دی

پاکستان د گل، دوشنبې، په ورځ اعلان وکړو چې د اینده میاشت څخه به د تجارتي هلو ځلو دپاره د افغانستان سره د طورخم دروازه د لمرغورځیدو نه وروسته نه تړل کېږي او ٢۴ گنټې به پرانیستلې وي.

د چارواکو په وینا د پاکستان دغه اعلان د دواړو هېوادونو دپاره "ښه خبر" دی او د کابل او اسلام ترمنځ د روابطو او په خصوصي توگه پاکستان ته د افغان صدر اشرف غني د سفر نتیجه ده. د چارواکو په وینا پاکستان ته د ښاغلي غني سفر د کابل او اسلام په تعلقاتو کې د بهترۍ څرگندونه هم کوي.

افغانستان د سمندر سره ساحل نه لري او تجارتي توکې یې زیاتره د پاکستان څخه تېږیږي خو په وروستي کلونو کې د دواړو ملکونو په تعلقاتو کې د تاوتریخوالي په ترڅ کې د دوی ترمنځ لارې وتړل شي چې تجارت ته ترې نقصاني کېږي. د دې صورتحال په تناظر کې افغانستان د ایران او مرکزي ایشیا دلارې د نورو ملکونو سره تجارت زیات کړی دی.

په موجوده وخت کې د پاکستان د کراچۍ بندر نه افغانستان ته د طورخم دلارې توکې یوازې د ورځ په وخت تېرېدی شي. د لمر په پرېوتلو د طورخم دروازه وتړل شي او د لمر راختو نه وروسته پرانیستل شي. خو تاجران وايي د سلگونو په شمېره ټرکونه هره ورځ افغانستان ته ځي او د کسټم د پروسې سر ته د نه رسیدو په وجه گڼ شمیر ټرکونه د دروازې د بندیزو لامله په پوله ولاړ پاتې شي.

د تورخم نه علاوه په شمالي وزیرستان کې د غلام خان او د چمن د باب دوستي یا د دوستۍ دروازې د لارې هم د افغانستان او پاکستان تجارت کولی شي.

پاکستان او افغانستان د ډیورنډ کرښې په نوم یادېدونکي پوله لري چې شا او خوا ٢٦٠٠ کلومېټره اوږده ده. د پاکستان پوځ په کرښه د ازغن تار لگولو او د نویو چېک پوسټونو او قلعو جوړولو کار پېل کړی دی. پاکستاني مامورین وايي دا گام په پوله د وسله والو د تگ راتگ مخه نیول دي خو یو شمیر افغانان او په پاکستان کې گڼ شمیر پښتانه د دې اقدام مخالفت کوي، وايي دا پښتانه د یو سر څخه جدا کوي. افغان مامورین وايي په پوله د ازغن تار پرځای پاکستان د وسله والو مخنیوي دپاره نور عملي اقدامات وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG