لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني ډرایوران اوس کولی شي چې خپل ګاډي پخپله په تورخم واړوي


په تورخم کې پاکستاني سرحدي چارواکو ویلي دي چې د خالي یا شنبې ورځې نه، په تورخم پوله باندې مالکان یا ډرایوران پخپله ډک ګاډي افغانستان ته وړلی شي. د کرونا وایرس د خورېدو له ډاره، د پاکستان حکومت په مئې میاشت کې په ټولو سرحدي دروازو باندې ډرایورانو ته پخپلو ډکو ګاډو سره د تلو اجازه نه ورکوله او د افغانستان ډرایورانو به ډک ګاډي بوتلل.

د میاولي سیمې یو ډرایور عزت میر وایي په پوله باندې به نابلده ډرایور ډک ګاډي ته کېناستل او خلک یې له ډېر تاوان سره مخ کړي و. عزت میر وي او اې ډيوه ته وویل،"مونږ ته دې سل په سله کې مشکل جوړ کړی و. مالکان به دې خوا ته و او ګاډي به یې پردیو ډراېورانو ته ورکړل. دېرش زره روپۍ به یې خالي د کابل – تورخم اخیستې."

هغه زیاته کړه چې اوس یوازې ډرایورانو ته اجازت شته چې خپل ګاډي افغانستان ته بوزي، خو دوی هیله من دي چې کلينرانو ته هم ورسره د تګ اجازه ورکړل شي.

د پاکستان د داخله چارو وفاقي وزارت، د روانې اګست میاشتې په دیارلسمې باندې یوه اعلامیه جاري کړې وه په کومه کې چې ویل شوي و اوس به پردي ډرایوران په سرحدي دروازو باندې ګاډی نه بوزي بلکې خپل مالکان یا ډرایوران به یې بوزي.

یو ډرایور یوسف خان وایي دوی د پاکستان حکومت د دغې پرېکړې یا فیصلې ستاینه کوي او دې سره به یې ډېر مشکل حل شي.

یوسف خان وي او اې ډیوه ته وویل، "اوس چې دوه لکه یا درې لکه روپۍ کرایه وي، نو زمونږ ګوزاره به پرې وشي. دې وجه باندې چې مونږ پخپله یو، په ګاډي کې به څه خرابي نه راوزي."

هغه دا هم وویل چې پردیو ډرایورانو به ګاډو سره سمبال نه کاوه او چې ګاډي به یې بېرته واپس راوستل، نو پکې به وراني شوې وه.

د ګاډو ډرایورانو او مالکانو په تېرو وختونو کې د حکومت د دغې پرېکړې په ضد څو وارې احتجاجونه هم کړي و. خو د خیبر سیمې ډيپټي کمېشنر محمود اسلم وزیر وي او اې ډیوه ته وویل چې د کروناوبا د ناروغانو او مرګونو شمېره کې د کمي له کبله دغه شرط اوس ختم شو.

ډیپټي کمیشنر اسلم وزیر زیاته کړه، "اوس حکومت پاکستان دا فیصله وکړه چې څنګه د کووېډ په شمېرو کې څه ناڅه کموالی راغلی دی، نو دا دی مخکې به دا د کووېډ د خطرو له وجهې نه دا ډراېوران به بدلېدل، افغانستان نه به چې ډرایور راتللو، نو دلته به پاکستانی ډرایور ورته کښیناسته او د افغانستان خوا ته به افغان ډرایور ورته کښیناسته. اوس حکومت دا فیصله وکړه، دا د ډرایورانو بدلول چې دي، دا اوس ختم شوي دي."

اقتصادپوهان وایي له افغانستان سره د دوه اړخیزه تجارت ښه کېدو او زیاتېدو دپاره باید حکومت نور هم قدمونه اوچت کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG