لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېچ ار ډبلیو: پاکستان د دړکو، ګرفتاریو او د زورولو دلارې افغانان مجیوروي چې وطن ته ستانه شي


اېچ ار ډبلیو د نهې، سه شنبې، په ورځ په خپله وېب پاڼه یو بیان کې وویل چې پاکستان نه د ډیپورټ کېدو د خطر سره مخامخ افغانانو کې هغه کسان هم شامل دي چې په امریکا، برطانیه، جرمني او کېنېډا کې د ابادېدو په انتظار دا وخت په پاکستان کې دي
اېچ ار ډبلیو د نهې، سه شنبې، په ورځ په خپله وېب پاڼه یو بیان کې وویل چې پاکستان نه د ډیپورټ کېدو د خطر سره مخامخ افغانانو کې هغه کسان هم شامل دي چې په امریکا، برطانیه، جرمني او کېنېډا کې د ابادېدو په انتظار دا وخت په پاکستان کې دي

د انساني حقونو نړیوالې ادارې هیومن رایټس واچ ویلي پاکستان د دړکو، زورولو او د ګرفتاریو دلارې افغان پناه غوښتونکي مجبوروي چې وطن ته ستانه شي.

پاکستان د افغانانو په شمول په ملک کې موجود غېرقانوني بهرنیانو ته د نومبر د وړمبۍ نېټې پورې وخت ورکړی و چې په رضاکارانه ډول دې د ملک نه وځي که نه وي نو په ضد به يې ګامونه پورته کولی شي.

اېچ ار ډبلیو د نهې، سه شنبې، په ورځ په خپله وېب پاڼه یو بیان کې وویل چې پاکستان نه د ډیپورټ کېدو د خطر سره مخامخ افغانانو کې هغه کسان هم شامل دي چې په امریکا، برطانیه، جرمني او کېنېډا کې د ابادېدو په انتظار دا وخت په پاکستان کې دي.

اېچ ار ډبلیو وویل پاکستان نه د غېرملکیانو د وېستلو دپاره د غوښتنو وروسته د افغانانو خلاف د پولیس زور زیاتی، د هغوی ویرول کېدل او د افغانانو بې دریغه ګرفتارۍ زیاتې شوې دي. ادارې وویل که څه هم په څرګنده څه هدایات نه دي جاري کړی شوي، خو د ډيپورټېشن سره مخامخ افغانانو ته موقع نه ورکول کېږي چې د هغو په ضد اقداماتو خلاف عدالت ته خواست وکړي.

د اېچ ار ډبلیو په بیان د پاکستان حکومت دریځ په سمدستي ډول مخې ته نه دی راغلی خو پاکستاني چارواکي د غېرقانوني بهرنیانو د وېستلو په اړه د حکومت د فېصلې دفاع کوي.

د پاکستان حکومت ویلي، په تېرو دوو مياشتو کې د پاکستان نه دوه لکه افغانان په خپله خوښه بيرته ستانه شوي دي.

په پېښور کې د طالبانو کونسلګرۍ وي او اې ډيوه سره شمېرې شريکې کړي او ويلي يې دي، په تېره يوه میاشت کې یواړې په تورخم 18350 کورنۍ بیرته تللي چې وايي ټول پکې 120000 کسان وو.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي د ګل/ دوشنبې په ورځ خبري غونډې ته ويلي، د ټاکلې نېټې (31م اکتوبر) وروسته چې څوک پاتې شي، نيول کیږي به په جوړو شوو مرکزونو کې به ساتل کيږي او بيا به افغانستان ته لېږلی شي.
هغه ويلي، په عملياتو کې به کوم مخصوص قوميت والا خلک نه په هدف کيږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) ترمخه، پاکستان کې دا وخت 1.4 ملينه رجسټرډ کډوال دي او نزدې 90000 نور کډوال دي، 700000 په اګست 2021م کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ وروسته پاکستان ته راتښتېدلي وو.

د يو اېن اېچ سي ار وياند مېتهيو سالټ مارش ویلي، "مونږ پاکستان ته خواست کړی د هغو افغانانو ساتنه دې وکړي څوک چې بیرته افغانستان ته په ستنېدو د خطرو سره مخ کېدی شي".

يو اېن اېچ سي ار د پاکستان دغه پرېکړه ستايلې، چې رجسټرډ افغان کډوال او خپل وطن ته بيرته په ستنېدو د خطرو سره مخ کېدونکي افغانان نه شړي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG