لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جېل ملاقات کې علي وزیر او محسن داوړ  خپل وکیل ته څه ویلي؟


د پښتون ژغورنې غورځنگ د نیول شویو مشرانو وکیل شهاب خټک ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د قامي اسمبلۍ په غړي علي وزیر باندې تشدد کړی او پر بدن یې، له سره تر پښو پورې، د تشدد نښې پاته دي.

شهاب خټک دا خبره واضحه کړه چې علي وزیر ورته ویلي، دا تشدد پر ده په جېل کې نه، بلکې د خړ کمر د پیښې وروسته، د گرفتارۍ پر وخت شوی دی.

د مئې پر ٢٦مه، د خړ کمر پیښې وروسته، علي وزیر د پاکستان پوځ پخپلې ولکې کې اخیستی و.

پوځ د خړ کمر له واقعې وروسته په یو بیان کې وویل چې د محسن داوړ اؤ علي وزیر په مشرۍ یو شمیر خلکو "د ترهګرو د خلاصولو دپاره" د پوځ پر یوې پوستې "برید وکړ" چې پکې پینځه عسکر ژوبل شول.

پوځ په علي وزیر د تشدد په اړه خپل دریځ نه دی څرگند کړی او د پېښور د جېل چارواکو واېس اف امریکه سره د خبرو په وخت دا خبرونه رد کړي دي چې گنې د پي ټي ایم په مشرانو په جېل کې دننه تشدد کیږي. هغوی وایس آف امریکه اردو څانگې ته ویلي، په دوی هېڅ قسمه تشدد ندی شوی او "ښه خیال یې ساتل کیږي."

د پي ټي اېم د قانوني چارو د کمېټۍ مشر شهاب خټک وي او ای ډیوه سره د ځانگړو خبرو په وخت ویلي دي چې د پېښور په مرکزي بندي خانه کې ېی د غورځنگ دوه مخکښو مشرانو علي وزیر او محسن داوړو سره لیدلي او په قانوني چارو یې ورسره خبرې کړي دي.

شهاب خټک د علي وزیر له قوله وایي چې کله فوج د تېرې میاشتې په ٢٦ مه نېټه په شمالي وزیرستان خړ کمر سیمه کې هغه ونیولو نو په ده ېی د لوړو (سوټیو) په ذریعه ډېر بد تشدد کړی دی.

شهاب خټک وايي چې د محسن داوړ په لاس ېی هم زخم لیدلی دی او دغه زخم هغه وخت جوړ شوې وو کله چې پوځي عسکرو په خړ کمر سیمه کې د پي ټي ایم په پلویانو رسا ډزې کړې وې چې په نتیجه کې ېی د پي ټي اېم د بیان ترمخه، ١٣ فعالان مړه شوي وو او په لسگونو نور ژوبل شوي وو. د پاکستان پوځ، د دیارلسو کسانو د وژل کیدو پخلی نه دی کړی، او په بیان کې یې یوازې ویلي و چې په پیښه کې درې کسان وژل شوي، او په سبا یې سیمې ته نږدې له کندو څخه پنځه مړي هم موندلي دي.

د جېل چارواکو ویلي دي چې د ډپټي کمشنر د اجازت نه بغېر، له علي وزیر او محسن داوړ سره په ملاقات کولو بندېز لگولی شوی دی.

د پي ټي اېم د قانوي مرستو د کمېټۍ مشر شهاب خټک غوښتنه کړې ده چې حکومت دې خړکمر سیمې د پېښې بې پلوه پلټنې وکړي.

د پېښې وروسته د بشري حقونو د څار نړېوال تنظیم یا هیومن رایټس واچ، د پاکستان پر چارواکو غږ کړی چې د شمالي وزیرستان په خړکمر سیمه کې دې د مئې د ٢٦مې نیټې د پېښې په بی طرفه ډول پلټنې وکړی شي.

ددې پېښې وروسته د غور ځنگ د مشر منظور پښتین په غږ په پاکستان او گرده نړۍ کې د غورځنگ پلویانو احتجاجونه کړي وو.

پېښور کې ځايي پولیسو په حیات اباد سیمه کې په احتجاج ناستو د پي ټي اېم په فعالانو د روژې په میاشت کې تشدد کړې وو او یوشمېر ېی بیا نیولي هم وو.

د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنسټي انټرنېشنل ددې وروسته په یو بیان کې ویلي وو په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنگ په احتجاجي ناسته د پولیس "حمله" د غندنې وړ ده.

اېمنسټي انټرنېشنل په ټوېټر وویلي وو چې په حیات آباد کې د روژه ماتي په وخت په پرامنه احتجاج کونکو د پولیس حمله اندېښمنه خبره ده.

ادارې وویلي دي "د نړیوال قانون دلاندې د طاقت بې ځایه استعمال منع دی او دا پېښه دې بغیر د څه ځنډ وڅېړلی شي."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG