لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د حکومت مخالفو ډلو او ګوندونو په تازه قرار داد کې مهم ټکي څه دي؟


د پاکستان مخالفو ګوندونو د حکومت په ضد د اکتوبر د میاشتی څخه په ټول هیواد کي د احتجاج اعلان کړی او د وزیراعظم عمران خان څخه یی د سمدستی استعفی غوښتنه کړې ده. د پیپلز ګوند د مشر بلاول بهټو په کوربه توب کی په اسلام آباد کي جوړه شوې ټول ګوندیزه غونډه کي کډون کونکو ۱۱ مخالف ډلو

د راتلونکې اکټوبر میاشتې څخه د ډېموکرېټیک موومنټ په نوم د حکومت ضد تحریک د چلولو پرېکړه هم کړې ده.

بل پلو ته حکومت د مخالفو ګوندونو دغه غونډه، د خپلو مشرانو په ضد د مقدمو ختمولو دپاره فشار ګرځولی دی.

په اسلام آباد کې د پیپلز ګوند په کوربه توب د جوړې شوې غونډې وروسته، مولانا فضل الرحمن له مطبوعاتو سره د غونډې اعلامیه شریکه کړه. د غونډې په قرارداد کې د حکومت څخه یو شمېر غوښتنې شوي په کې د سي پېک په اړه د وزیراعظم سلاکار، عاصم سلیم باجوه په ضد په وروستیو کې د لګول شوي تورونو د پلټنې غوښتنه هم شامله ده. په قرارداد کې غوښتنه شوې ده چې په هېواد کې شفاف، آزاد، او غیرجانبدارانه انتخابات وکړی شي او په دې اړه سمدستي اصلاحات ترسره شي چې په کې د پوځ او اېجنسیو لاسوهنه نه وي.

د اتلسم ترمیم ملاتړ اعلان شوی دا غوښتنه هم شوې چې د پاکستاني وګړو د لاردرکۍ روایت دې ختم کړی شي او لادرکه کسان دې عدالت ته وړاندې کړل شي.

په غونډه کې د حکومت په اقتصادي تګلارو هم نیوکې شوي او د چیني، غوړو، ګېس او د پټرولو قیمتونه په سمدستي توګه راښکته کولو غوښتنه شوې ده. د صدارتي نظام د رایج کولو هڅې رد کړی شوي، پر مطبوعاتو د بندیزونو او فشارونو غندنه هم شوې، د نیول شویو صحافیانو د خوشې کولو او د هغو په ضد د مقدمو د ختمولو غوښتنه هم شوې ده.

په غونډه کې په هېواد کې پر نېشنل اېکشن پلان عمل نه کولو اندېښنې څرګندې شوي او د اسلام آباد په شمول د هېواد په نورو برخو کې، فرقه ییزه تاوتریخوالی خطرناک ګرځول شوی دی.

په غونډه کې، په ګلګېت بالتیستان کې د شفافو ټاکنو غوښتنه هم شوې ده. مخالفو ګوندونو د کشمیر پر معامله، حکومت ذمه واره ګرځولی او دا یې هم ویلي چې د افغانستان په اړه تګلاره یې ناکامه پاته شوې ده.

د پیپلز ګوند چېرمېئن، بلاول بهټو زرداري پر دغه پرېکړو په سمدستي د عمل پیل کولو اعلان وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې ولس به یې په دې اړه ملاتړ کوي.

د دې څخه وړاندې د مسلم لیګ نواز ډلې مشر، نواز شریف د ويډیو لېنک له لارې په غونډه کې ګډون وکړ او په خپلې وینا کې یې وویل، "زمونږ مقابله د عمران خان سره نه بلکې د هغه د راوستونکو سره ده."

د علاج دپاره لندن ته د تلو وروسته، په لومړي ځل په ضبطه توګه سیاسي سرګرمیو کې برخه اخیستونکي، د مسلم لیګ ن ډلې مشر نواز شریف وویل، د پاکستان د ۷۳ کلونو په تاریخ کې ۳۲ کاله فوجي آمرانو حکومت کړی او یو ټاکل شوی حکومت د خپلې مودې ترسره کولو ته نه دې پرېښودل شوی او پاکستان د تجربو دپاره لېباټرۍ جوړه کړل شوې ده.

د پيپلز ګوند مشر او پخواني صدر آصف علي زرداري هم د وېډیو د لارې غونډې ته وینا وکړه او ویې ویل چې یوازې د حکومت راغورځولو دپاره نه بلکې د جمهوریت د بحالۍ دپاره رایوځای شوي دي. په دې موقع د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن د اسمبلیو څخه د استعفا او د سند اسمبلیو د تحلیل کولو وړاندیز وکړ، خو د دوی دغه دریځ د مخالفو ګوندونو له اړخه نه دی منظور شوی.

بل اړخ ته حکومت دغه ټول ګوندیز کنفرانس، د مخالف ګوندونو له اړخه په حکومت د احتساب نه کولو دپاره یو فشار ګرځولی دی.

د ساینس او ټکنالوجي وفاقي وزیر، فواد چوهدري وویل، "صرف خبره دا ده چي په یوې طریقې سره د احتساب کوم عمل چې دی، مونږ ورنه ګوښه کړای شو، او د کومو پېسو چې دي، د هغو پوښتنه د دوی نه ونشي."

وفاقي وزیر سنېټر شبلي فراز وویل، ادارو ته په کار ده چي د نواز شریف د وینا نوټس واخلي او وپوښتل شي چې د قامي ادارو په ضد بیانیه څوک ورکوي.

په دغه ټول ګوندیز کنفرانس کې د مسلم لیګ ن صدر شهباز شریف، مریم نواز، د پیپلز ګوند چیرمېئن بلاول بهټو زرداري، د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اچکزی، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر محسن داوړ، د عوامي نېشنل ګوند مشر امیر حیدر خان هوتي او قامي وطن ګوند مشر آفتاب احمد شېرپاو نه علاوه، د نورو مخالفو ډلو یو شمېر سیاسي مشرانو ګډون کړی و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG