لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي وايي په پاکستان کې په سوشل میډیا قدغنونه دي، حکومت وايي د فحاشۍ خپرولو اجازت به نه ورکوي


د پاکستان د انفارمېشن ټيکنالوجۍ وفاقي وزير امين الحق څوورځې وړاندې الجزيره ټي وي ته د ټولنيزو رسنيو نوي قوانيو په اړه ويلي وو دوی د اظهار رای د ازادۍ پرضد نه دي خو د رياست خلاف، کرکه او فحاشي خورونکي موادو خپورولو اجازه به هيڅ کله هم ورنکړي
د پاکستان د انفارمېشن ټيکنالوجۍ وفاقي وزير امين الحق څوورځې وړاندې الجزيره ټي وي ته د ټولنيزو رسنيو نوي قوانيو په اړه ويلي وو دوی د اظهار رای د ازادۍ پرضد نه دي خو د رياست خلاف، کرکه او فحاشي خورونکي موادو خپورولو اجازه به هيڅ کله هم ورنکړي

په پاکستان کې څيړونکي او د بشري حقونو فعالان وايي د جمهوريت او نورو بشري حقونو د حفاظت بنيادي نکته د رای د اظهار ازادي ده خو په نژدو وختونو کې په پاکستان کې په ميډيا قدغنونه او د ټولنيزو رسنيو د پاره نوي قوانين ښايي دغه د بنيادي بشري حقونو سره په ټکر کې دي۔

پاکستاني چارواکي وايي د اظهار رای د ازادۍ احترام کوي خو د رياست خلاف ، کرکه او د فحاشۍ موادو د خپورلو اجازه به په هيڅ صورت ورنکړي۔

د ميډيا ازادۍ لپاره کارکونکې هارون بلوچ وايي په پاکستان کې چې په روستي وختونو کې کوم قوانين منطور شوي دي ور سره د رای د اظهار ازادۍ ته زيان اوختی دی۔

هارون بلوچ وايي دې سره تړلې د احتجاج،مبارزې او نورو بشري حقونو د پاره په نن صبا وخت کې ټولنيزې رسنۍ کارول کيږي خو نوي قوانينو سره په دغې هم بد اغېز پريوتې دې

" د صایبر کرایم قانون ارټکل ۳۷ دوېمه ماده کال ۲۰۲۰ د ټولنزو رسنيو د کارولو په لار کې ډير خنډان راوالاړ کړي دي، د دې قانون مونږ جاج اخستې ، دا قوانين په دې خيال نه دې جوړ شوي چې ټولنيزي رسنۍ د قانون چوکاټ ته راوستل شي بلکه د قامي امنيت، ځنې ادارو ته تحفط او د تنقيد مخه پرې ونيولو د پاره جوړ شوي کوم چې جمهوري اقدار بنيادي جز دې"

په دې وروستیو کې په میډیا داسې راپورونه مخې ته راغلي چې ګنې دپاکستان حکومت د ټولنیزو رسنیو دمهارؤلو دپاره په نوؤ جوړو کړل شوؤ قوانینو کې په حکومت، پوځ اؤ نورو ریاستي ادارو نیوکه هم جرم ګرځولی دی۔ هارون بلوچ وايي د دې قوانينو پرضد دوي عدالت ته هم تللي دي۔

څيړونکي وايي په پاکستان کي ملکي ميډيا د وړاندې نه د قدغنونو ښکار ده، او اوس په سوشل ميډيا بنديزونه به بې پلوا اوازونه نور غلي کړې کوم چې د بشري حقونو پرضد ده۔

څيړونکې او خبريال اسلام ګل افريدې وايي خبريالان او ټولنيز فعلان په موجوده کې وخت د بيلا بيلو چېلنجونو سره مخ دي، د دوي کارونه محدود کړی شوې او نظر پرې ساتل کيږې

" د دې قوانيو د لارې د ټولنيز فعالانو او خبريالانو لاس و خپې تړل شوي او که هيواد کې دننه بيا داسې خلک ژوند کوي نو بيا د هغوي ژوند د ډيرو مشکلاتو ښکار وي"

وکيل او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی شاه فېصل غازي وايي په ټولنيزو رسنيو د خپل حق د پاره اواز پورته کولو په سر د غورځنګ يو شمېر غړي نيول شوي او زورول شوي دي۔

د پاکستان د انفارمېشن ټيکنالوجۍ وفاقي وزير امين الحق څوورځې وړاندې الجزيره ټي وي ته د ټولنيزو رسنيو نوي قوانيو په اړه ويلي وو دوی د اظهار رای د ازادۍ پرضد نه دي خو د رياست خلاف، کرکه او فحاشي خورونکي موادو خپورولو اجازه به هيڅ کله هم ورنکړي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG