لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دوه لسېزې مخکې، هم په ننۍ نېټه د پاکستان پوځ منتخب حکومت نسکور کړی و


د هغه وخت پوځي مشر جنرل مشرف او پخوانی وزیراعظم نوازشریف
د هغه وخت پوځي مشر جنرل مشرف او پخوانی وزیراعظم نوازشریف

د کال 1999 د اکتوبر په 12 نېټه د هغه وخت د پاکستان د پوځ مشر جنرل پرویز مشرف د ملک په تاریخ کې په دریم ځل کو دېتا وکړه او د هغه وخت د وزیر اعظم نوازشریف حکومت یې نسکور کړو.

د پاکستان په سیاسي حالاتو نظر ساتوونکي څېړونکي وايي په هېواد کې پرله پسې پوځ حکومتونو دلاسه جمهوریت ته نقصان رسېدلی دی خو د دې باوجود په سیاسي چارو کې د پوځ لاس وهنه او مداخلت دوام لري.

د سپریم کورټ وکیل او د خېبرپښتونخوا د اسمبلۍ پخوانی غړی سلیم خان وايي د شروع راهسې په پاکستان کې پوځي قوتونه په سیاست کی لاس وهنه کوي او په سیاسي ادارو کی کار لري، وخت په وخت یې سیاسي حکومتونه ړنګ کړي، جمهوریت او جمهوری قدرونو ته یې نقصان رسولی دی او د پوځي حکومتونو له امله پاکستان په معاشی توګه د ګاونډي او د نړۍ د نورو هېوادونو نه وروسته پاتې دی.

د پاکستان پوځي مامورین په سیاست کې د پوځ د مداخلت خبره ردوي او وايي پوځ غیرسیاسي او د سوېلین یا د غېر پوځي حکومت ماتحته اداره ده.

د پاکستان د موجوده وزیراعظم عمران خان مخالف سیاسي ګوندونه وايي عمران خان د پوځ په ملاتړ اقتدار ته رسول شوی دی. حکومت دغه خبره ردوي.

د پخواني وزیراعظم نواز شریف لور او د هغه د ګوند پاکستان مسلم لیګ (ن) مرستیالې مشرې مریم نواز ویلي د پوځ د استخباراتي ادارې آي اېس آي پخواني مشر لیفټینټ جنرل فیض حمید په وینا د دوی اؤ په ضد نه ېوا زې مقدمې جوړې کړې شوې دي بلکې د جنرل فیض حمید په خوښه عدالتونو دوی ته سزا ګانې هم ورکړې چې د کال 2018 انتخاباتو کې دوی برخه وانخلي.

پوځ تراوسه د مریم نواز په دغه بیان څه عکس العمل نه دی څرګند کړی.

څېړونکي وايي د پوځي حکومتو نو او د پوځ د مبینه لاس وهنې په سبب پاکستان نه یوازې د معاشي ستونزو سره مخامخ شوی بلکې په ملکي کچه تشدد او په ټولنه کې عدم برداشت هم وده کړې ده.

څېړونکي وايي هندوستان چې پاکستان سره په یو وخت او بنګله دېش چې پخوا مشرقي پاکستان و په تعلیم، اقتصاد او سماجي ترقۍ ځکه د پاکستان نه مخکې دي چې جمهوري عمل پکې په تسلسل چلېدلی دی.

په کال 2018 کی په پاکستان کې عام انتخابات شوي دي او د دریو کلونو راهسې د تحریک انصاف ګوند حکومت دی خو د حکومت مخالف سیاسی ګوندونه وايي چې عمران خان د پوځ په ملاتړ اقتدار ته رسېدلی دی.

د پوځ د میډیا څانګی وخت په وخت دا خبره رد کړې او وايي پوځ دې په سیاسي چارو کې ککړ نه کړی شي. پوځ وايي په جمهوریت یقین لري او د جمهوري حکومت مرسته به جاري ساتي.

سیاسي فعال او د کسان تحریک پخوانی غړی نظیف خان وايي د پوځي حکومتونو له وجی فرقه اییز تشدد زیات شوی، په ټولنه کې عدم برداشت زیات شوی او پښتون قام ته هم زیان رسیدلی دی.

نظیف خان وايي پوځ سیاسي حکومتونه ړنګ کړي او د پاکستان د 1973 ايين څو وارې سرغړونې شوي دي. هغه وايي کله چې عدالت پخواني پوځي مشر پرویز مشرف ته سزا ورکړه نو هغه د ملک نه بهر و وتلو.

په 2010 کې د پاکستان پارلېمنټ ايين کې اتلم ترمیم منظور کړو چې پکې د څېړوونکو په وېنا هغه اختیارات ختم کړی شول چې پخواني پوځي واکدارانو د خپلو اختیاراتو پراخولو په غرض ايين کې شامل کړي وو. د اتلسم ترمیم دلارې د پارلېمنټ تحلیل کولو د صدر اختیار ختم کړی شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG