په اسلام اباد کې د تحریک انصاف د حکومت پرضد د ازادي مارچ احتجاج دوام لري.
ځايي ميډيا وايي ښايي چې نن د زيارت، پنجشنبې په ورځ د مخالفه ګوندونو د رهبر کمېټۍ او حکومتي کمېټۍ ترمنځ ليدنه وشي.
د رهبر کمېټۍ او حکومتي کمېټۍ ترمنځ د وړاندينو ليدنو تراوسه کومې ښکاره نتيجې مخې ته نه دي راغلي.
مولانا فضل الرحمان وايي د خپلو غوښتنو منلو پورې احتجاج ته دوام ورکوي.
د احتجاج ګډون وال وايي د پروني باران او يخ موسم وروسته يې هم حوصلې لوړې دي او د مشرانو د وېنا ترمخه به يې په احتجاج ناست وي.
جلسې ته د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزۍ هم وینا وکړه او د احتجاج گډون والو ته یې وویل چې دوی هغه مجاهدین دي چې د ولس حکمراني جوړول غواړي.
د محمود خان اڅکزۍ د وینا څه برخه دلته اوریدلی شئ
د مخالف سیاسي گوندونو روان "ازادي مارچ" ته په خپله وینا کې د احتجاج مشر د جمیعت علما اسلام (ف) رهنما مولانا فضل الرحمان نن په اوومه ورځ احتجاجي غونډې ته په وینا کې داسې کومې نخښې نښاني ورنکړې چې گنې په اسلام اباد کې د اپوزیشن د زرگونو ملاتړو دا غونډه به په نژدې کې ختمه شي.
مولانا فضل الرحمان وویل د حکومت خلاف د دوی سفر به په استقامت جاري وي.
د نهې، سه شنبې، په شپه په اسلام اباد کې باران وشو او موسم یخ شو. خو د باران او یخ موسم باوجود هم د "ازادي مارچ" گډون وال په ځای ناست دي او د باران نه د بچ کېدو دپاره خېمې لگوي او نور انتظام کوي.
او وزیراعظم عمران خان په ټوېټر وویل د باران او موسم د یخېدو له امله یې د اسلام اباد د انتظام ادارې سي ډي ای مشر ته امر کړی چې د جی یو ايي په مشرۍ کې کېدونکي احتجاج ځای ته ورشي او اندازه ته دې وکړي چې په د احتجاج گډون والو سره څه ډول مرسته کېدلی شي
په اسلام اباد کې د پاکستان انسټېټیوټ اف مېډیکل ساینسز یا پمز ترجمان ډاکټر وسیم خواجه د وي او ای ډیوه خبریال ارشد مومند ته ویلي د "ازادي مارچ" نه تر د ٢٥٠ پورې کسان د زکام او تبې په رنگ ناروغو سره هسپتال ته ورغلي وو خو د درمنلې وروسته رخصت کړی شو.