محمود خان اڅکزي تور لګولی په تېرو عامو انتخاباتو کې درغلي پوځ کړې ده.
په اسلام اباد کې د مولانا فضل الرحمان او مخالفه ګوندونو د ازادي مارچ احتجاج ته په وېنا کې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي وویل، دوی اسلام اباد ته ځکه راغلي چې په تېرو انتخاباتو کې درغلي شوې ده او ټول په دې خبر دي.
هغه وويل پوځ او نورې ټولې ادارې په دې خبر دي او تور يې ولګوؤ چې په انتخاباتو کې درغلي پوځ کړې ده.
خو د پاکستان پوځ وياند مېجر جنرل اصف غفور دوه ورځې وړاندې يو شخصي ټيلي ويژن سره په مرکه کې ویلي پوځ په سياست کې هيڅ کار نه لري او انتخاباتو ته پوځ په خپله خوښه نه راځي بلکې د وخت حکومت يې راوغواړي.
اڅکزي وويل خبرداری ورکوم د پاکستان ټولو ادارو ته چې که د دې خلکو خبره وانه ورېده شوه نو خبره به بيا د استعفی نه ډېره مخکې تېره وي.
هغه وويل ټول ګوندونو ته وړانديز کوي او دوی قوت لري چې که د دې احتجاج غوښتنې ونه منل شوې ټول پاکستان ته به وتړي، او بيا به اولس راج کوي.
په اسلام اباد کې د ازادي مارچ احتجاج نن د جمعې په ورځ هم دوام لري.
د جمیعت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان چې د حکومت خلاف د "ازادي مارچ" احتجاج مشري هم کوي، د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یې په اسلام اباد کې ناستې غونډې ته وویل چې تر څو د حکومت سره مذاکراتو کې د وزیراعظم عمران خان د استعفا خبره نه وي شامله، د مذاکراتو په میز به نه کښېني.
د پاکستان د انگریزورځپاڼې ډان د رپورټ ترمخه، مولانا فضل الرحمان غونډې ته وویل که چېرې حکومت دوی سره خبرو ته ورځي نو په دې اراده دې ورځي چې حکومت د اقتدار پرېښودو اراده لري.
مولانا فضل الرحمان وویل حکومت داسې لارې ته رسېدلی دی چې وړاندې تگ پکې نشي کېدلی او پکار ده چې اوس ولس ته د هغوې حقوقو ورکړی شي.
په اسلام اباد کې د مخالفه سیاسي ګوندونو رهبر کمیټۍ مشر اکرم خان دراني یو څو شیبې وړاندې ویلي، د خپلو غوښتنو عملي کولو لپاره به په حکومت فشار زیاتوي او وایي په راتلونکو دوو ورځو کې به د دوي احتجاج بل رنګ هم اخستلی شي.
تمه ده وزیراعظم عمران خان نن پارلیمان ته لاړ شي او په روان سیاسي کړکیچ خبرې وکړي.
داسلام اباد په احتجاج کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اچکزۍ وي او ای ډیوه ته ویلي کېدلی شي دغه احتجاج نورو سیمو ته هم خور کړي. د محمود خان اچکزۍ مرکه دلته اوریدی شئ.
د ازادي مارچ تازه حال،
په اسلام اباد کې نن هم باران وريږي او د تحريک انصاف د حکومت پرضد د مولانا فضل الرحمان د ګوند او مخالفه ډلو ازادي مارچ دوام لري.
د ازادي مارچ ګډون والو وايي ځانونه يې د باران څخه په پلاسټکونو او کنټېنرو کې پټ کړی او حوصلې يې لوړې دي په احتجاج به ناست وي.
دوی وايي چې مشران يې ورته څنګه امر کوي په هغې به عمل کوي.