لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د باجوه د پوځي چاوڼو سره "مخه ښه"— د کار موده یې نوره غځیږي؟ 


د پاکستان پوځ په لومړي ځل د خپل اوسني مشر جنرل باجوه، سیالکوټ او منګلا پوځي چاوڼو ته سفرونه، د "الوداعي سفرونو" یا د مخه ښيې په توګه یاد کړي. دا ښيي چې کیدای شي جنرل باجوه په 29 نومبر د پوځ د مشرۍ موده سر ته ورسیږي.

جنرل باجوه د دې وړاندې پرون د پېښور پوځي چاوڼۍ ته هم تللی وو.

د پوځ په نني بیان کې داسې څه نشته چې ګني جنرل باجوه به د میاشتې په اخير کې څوکۍ پرېږدي خو پوځي چاوڼو ته د هغه سفرونو ته د “مخه ښې” کلمه کارول ښيي چې هغه د دغه نیټې سره کور ته ځي.

د پوځ ویاند جنرل بابر افتخار تېره میاشت ویلي وو چې اوسنی پوځي مشر به د خپلې دندې د مودې غزولو خواست نه کوي او په خپل وخت به د پوځ مشري پرېږدي. جنرل باجوه د تیرو شپږو کالو راهسې د پاکستان د پوځ مشر دی.

د جنرل باجوه د کار د مودې ختمولو او يا د پوځ د مشر په توګه د پاتې کېدو په اړه په اسلام اباد کې د سیاسي مشرانو او خبریالانو تر منځ د ګنګوسو بازار له اوس هم ګرم دی.

د پاکستان په پوځ کتاب لیکونکې کيڼ پالې لیکواله عایشه صدیقه په "دي پرنټ" کې یو تازع مظمون کې لیکلي، باروي نده چې جنرل باجوه به د وخت سره سم کور ته لاړ شي:

" کوم څېز چې سړی گنگس کوي هغه دا دی چې جي ایچ کیو( د پوځ مرکز) تر اوسه د نوي مشر لپاره د ممکنه امیدوارانو نامې وزیراعظم شهباز شریف ته ندي لیږلي"

د وي او ای خبریال ایاز ګل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په خپل ټوېټر کې وویل چې د پوځ مطبوعاتي څانگې(ايي اېس پي ار) دغو مرکزونو ته د جنرل باجوه ورتګ د هغه د "الوداعي" یا د مخه ښه سفرونه برخه بللي چې هغه یې مختلفو پوځي مرکزونو ته کوي.

ايي اېس پي ار په یو بیان کې وویل چې د شورو، چهارشبې، په ورځ جنرل باوجوه د پېښور په کور هېډ کوارټر یا د پوځ په سیمه ایز مرکز کې د وژل شویو عسکرو په یادګار ګلونونه کېښودلي وو. او نن هغه سیالکوټ او منګلا ته سفرونه کړي دي.

ګنګوسي ولې کېږي؟

په پاکستان کې د پخواني وزیر اعظم عمران خان روانو احتجاجونو په اړه حکومتي چارواکو او پخواني وزیر اعظم نواز شریف ویلي عمران خان دغه مارچونه د پوځ د اینده مشر د ټاکلو په عمل کې د فشار اچولو لپاره شورو کړي دي.

په عمران خان تور دی چې غواړي د جنرل باجوه وروسته، د هغه د خوښې پوځي جنرل د پوځ مشر شي. په عمران خان دا تور لګول کېږي چې داستخباراتي ادارې پخوانی مشر جنرل حمید فېض د پوځ راتلونکی مشر شي خو عمران خان ډان ورځپاڼې سره تازه مرکه کې ویلي هغه داسې کوم نیت نه لرلو چې جنرل فېض د پوځ نوی مشر وټاکي.

د پاکستان د ایین تر مخه وزیر اعظم د پوځ مشر ټاکي او حکومت وايي دغه فیصله به اوسنی وزیر اعظم شهباز شریف کوي. د پوځ د نوي مشر د ټاکلو اعلان به دا میاشت کېږي او تر اوسه د کوم نوم نه راتلو له امله هم زیاتره خبرې د اندازو په حساب کېږي.

د پوځ د نوي مشر د ټاکلو په اړه د شویو فیصلو نزدې ماضي ته که وکتل شي نو اکثره د نوي پوځي مشر د ټاکلو اعلان د ناست پوځي مشر د میعاد د ختمېدو نه دوه درې ورځې مخکې کېږي. د جنرل باجوه او د هغه نه مخکې د پوځي مشر جنرل راحیل شریف د پوځي مشر جوړېدو اعلانونه د ناست پوځي مشر د میعاد ختمېدو نه دوه درې ورځې وړاندې اعلان شوي وو.

د پوځي مشر څوکۍ ولې دومره مهمه ده؟

په پاکستان کې پوځي مشرتابه او په تېره د پوځ مشر تر ټولو زوره ور چارواکی ګڼل کېږي. د یاد هیواد په 75 کلن سیاسي سفر کې پوځ نه یواځې تر نیمیايي مودې نیغ په نیغه واک کړی بلکې د اولس منتخب نماینده حکومتونه یې هم تر اثر لاندې پاتې شوي دي، ورستۍ بیلگه یې د عمران خان تیر څلور کاله هایبریډ حکومت گڼل کیږي. د پوځ په واک اختیار کې د زیات رول یو علت کمزوري سیاسي گوندونه دي.

آغلې صدیقه شکمنه ده چې په پاکستان کې سیاسي گوندونه او د مدني ټولنې ځیني مهم غړي هم په سیاست کې د پوځ د رول د ختمولو په حق کې ندي، هغه زیاتوي دويي دا زیاته غوره گڼي چې پوځ د دويي په گټه کار وکړي

ددې یو مثال د عمران خان د روس د یو ټیلي وژن سره په تازه مرکه کې لیدل کیدی شي، کله چې د هغه نه وپوښتل شول، چې د پوځ په سیاست کې رول نه غواړي که نا غواړي پوځ دده سره مل شي؟

نو د ښاغلي خان ځواب روڼ نه ؤ.

په پاکستان کې د 2008م نه تر 2018م پورې د ډېموکراسۍ د یو څه زیات پیاوړي مخ لیدو وروسته، تېرو څلورو کالو کې په پوځ تور دی چې سیاسي چارو کې یې زیات رول لوبولی دی.

سیاسي مخالفین او بې طرفه سیاسي څېړونکي د 2018م وروسته حکومت د هایبرېډ رېجیم په توګه یادوي. هایبرېډ رېجیم معنا دا ده چې حکومت کې پوځ او منتخب اولسي مشران په ګډه واک لري.

د تېرو څلورو کالو حکومتي تجربې د پوځ د مشر رول نور ځکه هم ښکاره او پیاوړې کړو چې په حکومت کې ناستو اوسنیو ګوندونو په اوسني پوځي مشرتابه دا تورونه لګول چې پخوانی وزیر اعظم عمران خان یې په ټاکنو کې د ټګو برګو وروسته په واک کې ساتلی دی.

عمران خان او پوځ تل دغه تورونه رد کړي خو په 27م اکتوبر چې کله په يو مطبوعاتي کانفرنس کې د اي اېس اي د مشر جنرل ندیم انجم نه د پوځ په سیاست کې د لاسوهنې په اړه پوښتنه وشوه نو هغه ووېل پوځ فیصله کړې چې نور به سیاست کې ګوتې نه وهي.

د نوموړي نه چې د پوځ په سیاست کې د اوسني رول په اړه پوښتنه وشوه نو هغه ووېل دا مني چې غلطۍ شوي خو په دغه موضوع به بل وخت تفصیلي خبرې وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG