لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پوځ دعوه کړې د قاري سميع الدين په وژنه کې ککړ ترهګر په شمالي وزیرستان کې وژل شوی


د جمعیت علماء اسلام ف ګوند سره تړاو لرونکی قاري سمیع الدین د جولایي په 14م میر علي سیمه کې سره د یو بل ملګري مولانا نعمان سره په هدفي برید کې وژل شوی وو کورنۍ یې په چا دعوه نه ده کړې او پولیسو ویلي وو په خپل مدعیت کې يې مقدمه د نامالومه کسانو پرضد درج کړې وه

د پاکستان پوځ ويلي د خېبرپښتونخوا په شمالي وزيرستان کې ضلع کې يې د استخبارتي مالوماتو په اساس د ترهګرو پرضد عمليات کړي او يو مشکوک ترهګر یې وژلی چې د قاري سمیع الدین او د نورو عامو خلکو په وژنه کې ککړ وو.

د جمعیت علماء اسلام ف ګوند سره تړاو لرونکی قاري سمیع الدین د جولایي په 14م میر علي سیمه کې سره د یو بل ملګري مولانا نعمان سره په هدفي برید کې وژل شوی وو کورنۍ یې په چا دعوه نه ده کړې او پولیسو ویلي وو په خپل مدعیت کې يې مقدمه د نامالومه کسانو پرضد درج کړې وه.

د زیارت په ورځ 13 اګست چارواکو ویلي وو په قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د بم جوړولو پرمهال په یوه بمي چاودنه کې درې ترهګر وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي وو.

د سرکاري رېډيو پاکستان د خبر ترمخه پوځ د ګل/دوشنبې په ورځ ویلي، د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې امنیتي ځواکونو د ترهګرو پټ استخباراتي مالومات تر لاسه کړي وو او د عملياتو په مهال د ځواكونو او ترهګرو ترمېنځه د ډزو تبادله کې یو ترهګر وژلی دی.

د پوځ په بیان کې د ترهګر پیژنګلو په اړه څه نه دي ویل شوي او نه د ډزو په تبادله کې د پوځي عسکرو ته زیان په اړه څه ویل شوي خو ویلي يې دي د وژل شوي ترهګر د ولقې نه وسله هم ترلاسه کړی شوې ده.

پوځ ويلي، وژل شوی ترهګر د امنيتي ځواکونو په وړاندې په ترهګریز فعاليتونو او د بې ګناه خلکو په وژنو کې ککړ پاتې شوی او په شمالي وزیرستان کې د قاري سمیع په وژنه کې هم لاس درلود.

په قاري سمیع الدین د حملې وروسته د شمالي وزیرستان اتمازو قامي جرګې د نا امنۍ او هدفي وژنو پرضد احتحاجي پرلت پیل کړی او نن په 31م ورځ هم روان دی چې پکې پښتون ژغورنې غورځنګ، مدني او سياسي فعال او عام ځايي خلک ګډون کوي. دوی غوښتنه کوي د هدفي وژنو مخه دې ونیول شي.

د اتمانزو د مشرانو سره څو ځله ځايي حکومتي چارواکو ليدلي خو دوی غوښتنه کړې وه چې په سياسي کچه مشرتابه دې دوی ته د امنيت ډاډ ورکړي.

د اتمانزو مشران وایي د ضرب عضب عملیاتو راپدیخواه 480 کسان په هدفي پیښو کې وژل شوي چې زیاتره دیني عالمان، قامي مشران، سیاسي او مدني فعال دي.

د هدفي وژنو دا شمیرې په حکومتي کچه نه دي تصدیق شوي خو د اګست په میاشت کې د شمالي وزیرستان د انتظامیې مشر شاهد علي میډیا ته ویلي روان کال تر دې مهال 63 کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي. نوموړي ویلي وود شمالي وزیرستان امن ګډوډ کولو اجازه به چاته ورنکړي.

XS
SM
MD
LG