لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرک: پوځ وایي عملیاتو کې یې درې "ترهګر" وژلي، څلور نور ژوبل شوي دي


د پاکستان پوځ وایي د خېبر پښتونخوا په کرک سیمه کې امنیتي ځواکونو د ترهګرو پرضد عملیات کړي چې پکې درې "ترهګر" وژل شوي اؤ څلور نور ژوبل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې (آي ایس پي ار) د خالي- شنبې په ورځ پخپل یو بیان کې ویلي امنیتي ځواکونو سیمه کې د ترهګرو د شتون اطلاعات ترلاسه کړي وؤ اؤ کله چې دغلته د هغوي په ضد عملیات کول نو د ترهګرو سره یې څخه نښته وشوه.

پوځ دعوه کړې ده چې په دې عملیاتو کې ترهګرو ته د درانه مالي زیان اوښتو تر څنګ د هغوي نه وسلې، چاودېدونکي مواد اؤ نور مهمات هم ترلاسه شوي دي.

پوځ پخپل بیان کې نه ده واضحه کړې چې د وژل شوؤ ترهګرو تعلق د کومې وسله والې ډلې سره دی خو دعوه یې کړې ده چې هغوي د امنیتي ځواکونو اؤ بېګناه وګړو خلاف یو شمیر کارروایو کې ککړ وؤ.

تر دې وړاندې په 28مه فرورۍ هم پوځ د افغانستان د پولې ترڅنګ شمالي وزیرستان کې د ترهګرو پرضد عملیاتو کې د شپږو ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه.

په دې نزدې وختونو کې چې په خېبر پښتونخوا کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان یا هم ترهګرې ډلې داعش خراسان په غاړه اخستې ده.

پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو څيړنيزې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکورټي سټډیز (پېکس) ويلي، د روان کال په لومړۍ مياشت کې وسله وال فعاليتونه 102 فيصده سېوا شوي دي.

‎په رپورټ کې ویل شوي، په جنورۍ 2024م کې په ملک کې 93 وسله وال بريدونه شوي، 90 کسان پکې وژل شوي، 135 ژوبل شوي او 15 تښتول شوي دي.

د پيکس د یو وروستي رپورټ ترمخه دپاکستان دننه تېر کال ۲۰۲۳م کې په ترهګریز تشدد کې 53 فيصدي اضافه رېکارډ کړی شوې ده چې په تېرو لسو کلونو کې يې مثال نه موندل کېږي.

ادې ادارې په خپل کلني رپورټ کې ویلي چي کال 2023م کې د پاکستان دننه د ترهګرۍ په 789 پېېښو کې تر ټولو زياتې پيښې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبه کې شوې دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG