لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پوځي ویاند: د مدرسو د نصاب نه د کرکې د درسونو د ویستلو فېصله شوې ده


د کراچۍ د یوې مدرسې د کال ٢٠١٥ تصویر

د پاکستان پوځي ترجمان ميجر جنرل آصف غفور ويلي دا فيصله شويده چې د پاکستان نزدې ٣٠٠٠٠ دیني مدرسې به په قامي بهیر کې ورگډوي او د نصاب نه به یې د نفرت برخه لرې کول کېږي.

جنرل غفور د گل، دوشنبې، په ورځ مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې وویل په هېواد کې په دیني مدرسو کې نزدې ٢٥ میلینه ماشومان درسونه وايي.

په پېښور کې د باچا خان ټرسټ ايجوکيشنل فاونډيشن مشر او لیکوال ډاکټر خادم حسين د پاکستان د پوځي ویاند د بيان ستاينه کړې خو وايي په کال ۲۰۰۱ کې د ستمبر د مياشتې په ۱۱ نيټه ورلډ ټريډ سنټر باندې د ترهګرې حملې وروسته د پاکستان مرکزي حکومت د وفاق المدارس سره دمدرسو په نظام کې د بدلون په غرض وخت په وخت خبري کړي خو په حکومت د مذهبي جماعتونو د فشار له امله مدرسو کې اصلاحات لا نه دي عملي شوي.

خادم حسین د مذهبي تندورۍ په اړه انگزیزي ژبه کې "دي ملېټنټ ډسکورس" یا د تندورۍ مفکوره نومې کتاب لیکلی او په هېواد کې په تندورۍ ژور نظر لري.

خادم حسین زياته کړه چې د اتلسم ترميم وروسته د تعليمي نظام اختيار صوبو سره دی خو په مرکزي کچه د صوبو سره د رابطې وزارت پکار دی چې په مدرسو کې د اصلاحاتو په اړه د صوبايي حکومتونو سره په مشوره يوه تګلاره جوړه کړي.

د پوځي ویاند د بیان په اړه د پېښور پوهنتون د جينډر یا د صنفونو د مطالعې کارپوهه جميل چترالې وي او ای ډيوه ته وويل چې د ټولنې د پرمختګ د پاره د مدرسو په نظام کې اصلاحات د وخت ضرورت دې خو دا اصلاحاتو دپاره د موثرې تگلارې ضرورت دی.

تعليمي ماهرين وايي چې د هيواد په کچه په مدرسو کې د اصلاحاتو د پاره د کال ۲۰۰۲ نه تر کال ۲۰۰۶ پورې خو وفاقي حکومت څه لږ ډیر کوششونه وکړل خو وروسته په دې اړه څه خاص ګامونه پورته نکړی شول.

په پاکستان کې د پېښور په ارمې پبلک سکول د بوږنونکي حملې وروسته د تندورۍ د مخنیوي لپاره حکومت نېشنل ايکشن پلان جوړ کړو چې د نورو گامونو سره په مدرسو کې د اصلاحاتو لپاره پکې هم سپارښتنې شوي خو څېړونکي وايي دغه سپارښتنې تر اوسه په مکمله توگه عملي شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG