لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ: امنیتي ځواکونو په ټانک کې اووه "ترهګر" وژلي 



پوځ وویل وژل شوي وسله وال په ټانګ او چاپېره سیمه کې په پولیس حملو او د "ترهګرۍ" په فعالیتونو کې ککړ وو او ځواکونو د وسله والو د پټن ځای نه وسله او ګوله بارود هم ترلاسه شوي دي
پوځ وویل وژل شوي وسله وال په ټانګ او چاپېره سیمه کې په پولیس حملو او د "ترهګرۍ" په فعالیتونو کې ککړ وو او ځواکونو د وسله والو د پټن ځای نه وسله او ګوله بارود هم ترلاسه شوي دي

د پاکستان پوځ ویلي د خېبر پښتونخوا په ټانک ضلع کې امنیتي ځواکونو وسله والو سره جګړه کې اووه "ترهګر" وژلي دي.

د پوځ مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار د شورو، چهارشنبې، په ورځ یو بیان کې وویل امنیتي ځواکونو تېره شپه د ټانک په کړي مچن خیل سیمه کې د استختباراتي معلوماتو په بنیاد عملیات کول چې وسله والو سره يې د ډرزو تبادله شروع شوه.

ايي اېس پي ار مطبوعاتو سره شریک کړي بیان کې وویل په جګړه کې اووه "ترهګر" ووژل شوو. په بیان کې دا نه وو وېل شوي چې ایا امنیتي ځواکونو ته هم څه نقصان رسېدلی دی او که نا؟

پوځ وویل وژل شوي وسله وال په ټانګ او چاپېره سیمه کې په پولیس حملو او د "ترهګرۍ" په فعالیتونو کې ککړ وو او ځواکونو د وسله والو د پټن ځای نه وسله او ګوله بارود هم ترلاسه شوي دي.

پوځ په خپل بیان کې دا هم نه دي ویلي چې د یادو "ترهګرو" تعلق د کوم تنظیم سره و.

کالعدم تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، د نهې، سه شنبې، په ورځ د ټانک په وزيرستان روډ د هغه حملې ذمه واري منلې چې یو پولیس په کې وژل شوی دی.

په ټانک کې د تېرې یوې هفتې نه په زیاته موده کې په پوليس دغه څلورمه حمله وه. په دغو حملو کې لږ تر لږه څلور پولیس وژل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG