لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي په باجوړ کې يې درې عسکر وژل شوي


د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل عسکر یې د هغه خوارج سره په سخته جګړه کې ووژل شوو چې په باجوړ کې يې افغانستان نه پاکستان ته د داخلېدو کوښښ کولو
د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل عسکر یې د هغه خوارج سره په سخته جګړه کې ووژل شوو چې په باجوړ کې يې افغانستان نه پاکستان ته د داخلېدو کوښښ کولو

د پاکستان پوځ ویلي د خېبرپښتونخوا په باجوړ ضلع کې وسله والو سره په جګړه کې يې درې عسکر وژل شوي دي.

د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل عسکر یې د هغه "خوارج" سره په سخته جګړه کې ووژل شوو چې په باجوړ کې يې افغانستان نه پاکستان ته د داخلېدو کوښښ کولو.

ايي اېس پي ار وویل د اتوار او ګل په منځۍ شپه کې شوې د ډزو به تبادله کې پينځه وسله وال وژل شوي او څلور زخمیان شوي هم دي.

پوځ په باجوړ کې د مبینه وسله والو سره د جګړې خبرې په داسې حال کې ورکړی چې په خېبرپښتونخوا کې د تشدد په پېښو کې اضافه رپورټ شوې ده.

په دې وروستیو ورځو کې د خېبرپښتونخوا په لکي مروت، باجوړ او د په سوات کې وسله والو د حملې رپورټ شوي دي.

د لکي مروت ضلعې د پوليسو وياند شاهد حميد وي او اې ډيوه سره شريک کړي خبر کې ویلي د 18م اګست په پولیس حمله کې یو پولیس وژل شوي در نور زخمیان شوي دي.

د اتوار په ورځ امنيتي سرچینو ویلي وو، د خېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې په امنیتي ځواکونو د وسله والو برید کې دوه پوځيان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي وو. هم پرون د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په باجوړ کې نامعلومو وسله والو د ټرېفک پوليس اهلکار باندې ډزې کړې، ژوبل شوی او وروسته یې په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی وو.

په باجوړ کې بله پېښه د تبليغي مرکز مخې ته شوې، د شېر زمين په نوم تن چې د تبليغي جماعت يو ځایي مشر او کاروباري دی، د نامعلومه وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی. د رپورټونو ترمخه، داعش خراسان د دغه پېښې زمه واري منلې ده.

د پاکستان د ازادۍ په ورځ 14م اګست د سوات د مټې تحصيل په سمبټ علاقه کې په پوليس چيک پوسته وال بريد کې يو پوليس اهلکار ژوبل شوی او وروسته یې په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی و.

په 14م اګست د سوات په تيلګرام کې هم په پوليس چوکۍ وسله وال بريد شوی خو چارواکو په دغه بريد کې د کومې مرګ ژوبلې په اړه څه نه وو ویلي.

سوات کې پرون په 18م اګست د ولسي پاڅون لخوا په هغه ځای غونډه راجوړه شوې چرته چې په پوليسو وسله وال بريد شوی وو. د ولسي پاڅون د غونډې په سټېج د وژل شوي پوليس عکس هم اېښودل شوی و.

په باوجوړ کې د تشدد د ورستۍ پېښې په اړه پوځ په خپل بیان کې وویل پاکستان په تکرار د افغانستان واکمنو طالبانو نه غوښتلي چې د سرحد انتظام ښه کړي او د دې خبرې اجازت ور نه کړي چې خوارج د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف ترهګرۍ دپاره استعمال کړي.

افغان طالبان د پاکستاني چارواکو دا خبره ردوي چې وسله والو د افغانستان نه په پاکستان کې حملې ترتیتوي. طالب چارواکي وايي پاکستاني مامورین دې په هېواد کې په امنیت کې د ناکامۍ پړه په طالبانو نه ور اچوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG