لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کشمیري قیوم خان په بابړه کې سلگونه پښتانه ولي ووژل؟


د بابړې جلسې ته د سلگونو په شمېره کې باچا خان د خدايي خدمتگار تحریک پلویان راغلي وو
د بابړې جلسې ته د سلگونو په شمېره کې باچا خان د خدايي خدمتگار تحریک پلویان راغلي وو

نن د لوی اختر د مراسمو تر څنګ ‌‌‌‌‌‌پښتنو د بابړې په میدان کې تر شپږ سوه د زیاتو وژل شویو پښتنو او سیاسې مبارزینو ۷۱م تلین هم نمانځلی دی.

دغه پېښه د چارسدې د بابړې په میدان کې د ۱۹۴۸ کال د اګست په ۱۲مه نېټه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د سپين ملنګ په مشرۍ کې د خدایي خدمتګار په سلگونو فعالینو د خپلو نیول شویو مشرانو، لکه باچا خان اونورو د راخوشي کولو لپاره احتجاجي لاریون ایستلی وو.

په دغه وخت په صوبه کې د مسلم لیګ حکومت وو چې اعلا وزیر یې عبدالقیوم خان وو او د ده حکومت له سیاسي بې ثباتي سره مخ وو.

په عبدالولي خان پوهنتون کې د پښتو څانګې مشر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر سهېل احمد خان، د دغه پېښې په اړه تحقیقي مقالې لیکلې او ‌‌‌‌‌‌وایي د بابړې قتل عام د پښتنو “کربلا” وه او د هغه سربېره، بل ظلم دا وو چې د وژل شویو پښتنو له کورنیو څخه نه یوازې د دغو ګولیو ۵۰ روپۍ واخستل شوې چې خپلوان یې پولیسو او ملیشه ځواکونو وژلي وو بلکې د هر قبر پر سر هم پنځوس روپۍ واخستل شوې همدا ‌‌‌‌‌‌ډول له هر زخمي څخه سل روپۍ په دې واخستل شوې چې ګولۍ ورباندې ضائع شوې وه.

د دې پېښې په اړه عبدالقیوم خان د هغه وخت صوبايي اسمبلۍ ته ویلي وو چې خدايي خدمتگاران ډیر خوش بخته وو چې له ځواکونو سره گولۍ ختمې شوې گنې نور به یې هم وژلي وای. هغه ویلي وو چې احتجاج کونکو د قانون د ١۴۴ مادې خلاف ورزي کړې وه. د دې مادې دلاندې د څلورو څخه د زیاتو خلکو په راغونډېدو بندیز وي.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر سهېل احمد وایي د قیوم خان حکومت د هغه پېښې له اغېزمنو څخه په ۱۹۴۸ کال کې ۵۵ زره روپۍ واخستې.

ښاغلی سهیل وایي قیوم خان چې د صوبه سرحد (اوسنۍ خیبر پښتونخوا) اعلا وزیر وو اصلاً کشمیری وو چې پلار یې د عمر زیاتره وخت په پښتونخوا کې نوکري کړې وه.

د قیوم خان د ژوند او د بابړې د پېښې د علتونو په اړه د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر سهېل احمد خان څېړنه په لاندیني لینک اورېدی شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:30:28 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG