لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وایرس: بلوچستان په 11 سرحدي ضلعو کې بیړنی حالت اعلان کړ


د پاکستان حکومت ویلي هېواد کې تر اوس مهاله په څلورو کسانو کې د کرونا وایرس تائید شوی چې د ایران له سفر ورسته هلته ورغلي وو. د روغتیا چارواکي وايي په کرونا اخته دوه مریضان په کراچۍ او دوه په اسلام اباد کې دي
د پاکستان حکومت ویلي هېواد کې تر اوس مهاله په څلورو کسانو کې د کرونا وایرس تائید شوی چې د ایران له سفر ورسته هلته ورغلي وو. د روغتیا چارواکي وايي په کرونا اخته دوه مریضان په کراچۍ او دوه په اسلام اباد کې دي

په بلوچستان کې چارواکې وايي د کرونا وایرس د خطر له امله يې د ایران او افغانستان سره پر پوله په یوولس ضلعو کې د بیړني حالت اعلان کړی دی او هلته ټول ډاکټران او روغتیایي مامورینو ته د تیار اوسئ امر ورکول شوی دی.

پاکستان له ایران سره خپله نږدې 900 کلومیتره اوږده پوله تر نا معلومه مودې او له افغانستان سره د چمن دروازه تر یوې اونۍ پوري تړلې ده. او ایران ته یې ټول پروازونه هم ځنډولي دي.

د صوبايي حکومت ویاند لیاقت شاهواني وي او اې ډیوه ته ویلي د ایران سرحد ته څېرمه په تفتان کې له ایرانه راستانه شوي درې زره کسان په قرنطینه کې ساتل شوي او تر دوو اونیو پوري له څارني ورسته به خپل کورونو ته د بیرته تگ اجازه ورکول شي.

د ښاغلي شاهواني په وینا، حکومت تفتان او له ایران سره پرتو سیمو کې په خېمو او کانټېنرانو کې قرنطین ځایونه د جوړولو امادگي نیولې او ددې ترڅنگ سل ایمبولینسونه ځانگړي کړل شوي او د مرکزي حکومت په مرسته د کرونا وایرس د ټیسټونو لپاره لېبارټری هم جوړه کړل شوېده.

شاهواني وویل د صوبې په هر روغتون کې د څلورو څلورو کوټو قرنطینې جوړي کړل شوي دي او هلته به له کرونا وایرس څخه د مشکوکو اغېزمنو کسانو څارنه او درملنه کیږي.

د پاکستان حکومت ویلي هېواد کې تر اوس مهاله په څلورو کسانو کې د کرونا وایرس تائید شوی چې د ایران له سفر ورسته هلته ورغلي وو. د روغتیا چارواکي وايي په کرونا اخته دوه مریضان په کراچۍ او دوه په اسلام اباد کې دي.

د سیند حکومت د مارچ د میاشتي تر دیارلسمي نېټې پوري ټول مکتبونه تړلي خو په اسلام اباد کې مکتبونه پرانستلي دي، البته بلوچستان کې تېره اونۍ ټول مکتبونه وتړل شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG