دبلوچستان دوزيراعلي نواب محمد اسلم رئيساني په مشوره دبلوچستان گورنر نواب ذوالفقار علي مگسي دگل په ورځ دبلوچستان اسمبلي ماته کړې ده.
په دغه اړه نن په باضابطه ډول يو نوټيفيکيشن جاري کړل شوى.
دبلوچستان دحکومت يو وياند پخپل يو بيان کې وئيلي دي چې دگورنر سيکرټريټ داسمبلۍ دماتولو په اړه يو نوټيفيکيشن جاري کړى.
له دې وړاندې صوبائي وزيراعلي داسمبلۍ دماتولو لپاره گورنر ته مشوره ورکړې وه.
وياند وائي رئيساني به دنگران وزيراعلي تر ټاکل کيدو پورې دصوبائي وزيراعلي په توگه خدمات ادا کوي.
دبلوچستان اسمبلۍ دماتيدو دغه خبر په داسې حال کې مخې ته راغلى چې يوه ورځ دمخه داتوار په ورځ دپاکستان قومي اسمبلي هم ماته کړل شوې.
دعامو انتخاباتو دڅارنې لپاره به اوس يو نگران حکومت ټاکل کيږي، چې دپاکستان دائين ترمخه دغه ټاکنې داسمبلۍ دماتيدو وروستو په شپيتوؤ ورځو کې کيدل پکاردي.