لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوڅانو د قامپرسته مشر سرداﺭ عطأ الله مېنګل مړینه – سیاستمدارانو خواشینې ښودلې


د بلوڅانو قامپرسته مشر سیاستمدار عطأ الله مينگل
د بلوڅانو قامپرسته مشر سیاستمدار عطأ الله مينگل

د پاکستان د سیاسي او مذهبي ګوندونو مشرانو د بلوڅانو مشر سیاستوال سرداﺭ عطأ الله مېنګل په مړینه خواشیني ښودلې او د هغه مرګ یې لویه ضایعه ګڼلې ده. د هغه ګوند، د څلوېښتو ورځو ماتم اعلان کړی او ټاکل شوې چې د عطاالله مېنګل مړی به نن د هغه په پلرنۍ هدېره کې خاوروته وسپارل شي.

عطاالله مېنګل، د نواب اکبر بګټي، نواب خیربخش مري، او میر بزنجو ترڅنګ د بلوڅانو یو بل لوی سیاستمدار و چې د ۹۲ کلونو په عمر یې د نړۍ نه سترګې پټې کړلې. ویل کیږي چې هغه د کراچۍ په يوه شخصي ﺭوغتون کې د ﺯړه د ناﺭوغۍ له امله له دې نړۍ سترګې پټې کړي دي.

د سرداﺭ عطأ الله مېنګل د ګوند ”بي اېن پي مينګل” د مرکزي کمېټې غړي ساجد ترین وي او اې ډيوه ته وویل، «ھغه له تیرو څو لسیزو د زړہ نارغي درلودہ او د زیارت/پنجشنبې په ورځ د زړہ د دورې له امله یې ساہ ورکړه.»

سردار عطأ الله مېنګل په کال ۱۹۲۹ کې د بلوچستان د خضداﺭ په وډھ سيمه کې د سردار ﺭسول بخش مېنګل په کوﺭ کې ﺯيږېدلی و. هغه لومړۍ ﺯدکړې په خپل کلي، بيا په کراچۍ او لوړې ﺯده کړې يې د پنجاب د لاهوﺭ ښاﺭ په اچېسن کالج کې ترسره کړې وې.

د سرداﺭ عطأ الله مېنګل سیاسي ژوند:

د ساجد ترین په خبرہ، عطأ الله مېنګل په کال ۱۹۵۳ کې سیاست ته مخه کړې وه. په کال ۱۹۵۸ کې یې په نېشنل عوامي پاﺭټۍ يا نېپ کې شموليت وکړ، او د هغه ګوند له لارې يې د محکمو قامونو د حقوقو لپاﺭه مباﺭزہ کوله.

هغه په ۱۹۷۲م کال کې د بلوچستان وﺯيراعلی وټاکل شو، او شاوخوا ۷ مياشتې وﺭوستو، د ذوالفقاﺭ علي بهټو له لوﺭي د بلوچستان حکومت ختم کړل شو.

د ترین په خبرہ له هغه وﺭوسته مېنګل له نوﺭو بلوڅو او پښتنو مشرانو سره د حيدﺭآباد ساﺯش په کېس کې تورن شو او څلور کاله یې جېل تېر کړ.

د پاکستان د خبریالانو د تنظيم پي ايف يو جې مشر شهزادہ ذوالفقاﺭ وايي، « عطأ الله مينگل د بلوڅو په څلوﺭ لويو سياسي او قبايلي مشرانو کې شمېرل کېده چې درې نور یې نواب اکبر بګټي، نواب خېر بخش مري، او میر بزنجو و. هغه وتلی سياستوال و او د محکومو قامونو لپاﺭه ﺯوﺭوﺭ ږغ و.»

د ساجد ترین په خبرہ چې عطأ الله مينګل په ۷۰ یمه لسیزہ کې له پاکستان څخه ووت او پنځلس (۱۵) کاله پس په ۹۰یمه لسيزہ کې پاکستان ته راغی. پس له هغه یې د بي اېن پي په نامه ګوند بنياد يې کېښود.

په نولس سوه اته نويم (۱۹۹۸) کال کې د بلوڅانو، سيندهيانو او پښتنو سياسي ګوندونو د ګډ تحریک ”پونم“ په جوړولو کې سردار عطأ الله مېنګل مهم ﺭول درلود.

د عطأ الله مېنګل زوی، اختر مېنګل اوس د هغه په ځای د بي اېن پي مېنګل ګوند مشر دی
د عطأ الله مېنګل زوی، اختر مېنګل اوس د هغه په ځای د بي اېن پي مېنګل ګوند مشر دی

له هغه نه څو کاله وﺭوستو، عطأ الله مېنګل له عملي سياست څخه لاس واخيست، ولې چې بيا د بي اين پي مېنګل اوسنی مشر او د سردار عطأ الله مېنګل ﺯوی سردار اختر مېنګل د سياست ميدان ته داخل شوی و.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG