لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان صوبائي وزیر: د لادرکه شویو بلوڅانو پته به لگوو


د بلوچستان د کورنیو چارو صوبايي وزير ضيا لانګو، د اتوار یا یکشنبې په ورځ، د ورکو بلوڅانو د سازمان ـ وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز ـ له مشرانو سره په کوئټه کي وليدل او ژمنه یې وکړه چې د ورکو بلوڅانو ستونزه به هواره کړي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزير میر ضیا الله لانګو ادعا وکړه چې د پنځو یا شپږو هیوادونو پټو استخباراتي ادارو په بلوچستان وضع خراب کړي ده.

هغه همداراز د ورکو بلوڅانو لپاره د ږغ پورته کوونکي سازمان ـ وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز ـ ته وويل باید د هیواد په وړاندې دسيسه په پام کې ونیسي او له دې ستونزې سره د مبارزې لپاره د حکومت سره همکاري وکړي او دا مسله باید په تفاهم اوپه خبرو حل شي.

په هیواد کې د ځینې حساس امنیتي ادارو راپورونو له مخې، ځینې ورک شوي بلوڅان په بهرنيو هيوادو کې دي خو نومونه په لادرکه شویو کسا نو کې شا مل دي.

د بلوچستان د کورنیو چارو صوبائي وزیر زیاته کړه: 'زموږ تکل دی چي په يوه اونۍ او مياشت کي دغه ستونځه اواره کو او د غمجنو کورنيو دغه مشکل ختم شي''.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزير میر ضیا لانګو ادعا وکړه چې د بې درکو خلګو شميره مختلف ده او '' تر اصل حقيقت رسيدو پوري يو مياشت به ولگیږي''.

د وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز مرستيال مشر ماما قدير بلوڅ وويل چي "موږ له هیڅ يو سياسي ګوند سره اړيکي نه لرو، نن هم په ايمانداري سره وايم چي څوک په غرو کې دي، هغه زموږ په فهرست کي شامل نه دي".

د بلوڅ بشري حقوقو د سازمان مشرې بي بي ګل بلوڅ د ډيوه خبريال د پوښتنې په ځواب کي وويل چي اسلم بلوڅ په دې نزدېو کي د افغانستان په قندها ر ولایت کې د بلوڅ ځوانانو په شمول په یوه چاودنه کې وژل شوی دی، دا د بې درکه شویو او د بشري حقوقو په فهرست کي شامل نه دي، موږ و حکومت ته دغه فهرست له وړاندي ورکړی دی.

د پاکستان حکومت د بې درکه شویو له پاره یو کمیسیون هم جوړ کړی دی. په بلوچستان کي په۲۰۰۶ کي نواب اکبر په فوځي عملياتو کي ووژل شو له هغه را په دې خوا بلوڅ وسلوالي ډلي د خپلواکي غوښتنه کوي.

د تحريک انصاف تر حکومت له مخه نوازشريف او پيپلز ګوند هم اعلان کړي وو چي په زوره د ‌بې درکه شویو خلګو ستونځه به اواره کړي، خو عملي ګام نه دی اخستل شوی.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG