لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د عثمان کاکړ د مرګ د پلټنې دپاره د دوه کسیز کمېشن سپارښتنه شوې


د بلوچستان وزیراعلی جام کمال خان او د عثمان کاکړ مشر زوی خوشحال کاکړ
د بلوچستان وزیراعلی جام کمال خان او د عثمان کاکړ مشر زوی خوشحال کاکړ

د بلوچستان اعلی وزیر جام کمال وایي هر هغه ګام به اخلي چې د هغه په اخېستلو سره د عثمان خان کاکړ کورنۍ، د هغه ګوند او د هر سړي تسلي وشي. د جام کمال په خبره، د عثمان کاکړ له کورنۍ سره به هر ډول مرستې کیږي.

اعلی وزیر جام کمال د اتوار/یکشنبې په ورځ مسلم باغ کې د عثمان کاکړ فاتحې دپاره د هغه کور ته ورغلی او دغه خبرې یې د دعا نه پس، د فاتحې په ځای کې د وینا پر مهال وکړې.

جام کمال پخپلې وینا کې وویل: «مسلم باغ ته تر راتګ دمخه مې اړوندو چارواکو ته د جوډېشل انکوایري کمېشن لپاره خط لیکلی دی چې هغوی بیا د بلوچستان له هائیکورټ سره په دې اړه نوره رابطه وکړي. د هائیکورټ د کمېشن په حواله که تاسو نور څه ویل غواړئ، د بلوچستان حکومت هغه ته او هر ډول مرستې ته تیار دی.»

د جام کمال د دغو خبرو پر وخت د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی او د عثمان خان کاکړ مشر زوی، خوشحال خان کاکړ هم ناست و. په دې موقع محمود خان اڅکزي، وزیراعلی جام کمال ته وویل چې «تاسو د عثمان کاکړ د سنېټ آخري تقریر واورئ.»

یاده دې وي چې په هغې وینا کې عثمان کاکړ ویلي دي که یې ژوند ته څه خطر پېښ شو، ذمه واره به یې د پاکستان دوه استخباراتي ادارې وي.

بل لوري ته د بلوچستان د داخله وزارت له لوري په جاري کړی شوي یو نوټېفکېشن کې د بلوچستان له هائیکورټ څخه جسټس نعیم اختر افغان او جسټس ظهیرالدین دوه کسیزه کمېشن جوړېدلو سپارښتنه شوې ده.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي ایالتي سېکټري، رحیم زیارتوال، وي او اې ډیوه ته وویل چې په کار خو دا وه چې دا هرڅه د حکومت لخوا پخپله شوي وای. د زیارتوال په خبره، حکومت دا ځکه وکړل چې د پاکستان په سنېټ کې د پښتونخوا ملي عوامي پارټي سنېټر شفیق ترین له لوري د پېښې د پلټنې قرارداد وړاندې کړل شوی و. دده په خبره، چې له هغه وروسته، د سنېټ چېئرمېن د بلوچستان حکومت ته د پېښې د پلټنو دپاره د پام وړ ګامونو اخېستلو خط لیکلی.

ډیوه چې له زیارتواله وپوښتل چې هغوی به اوس دا کمېشن مني او د حکومت سره به همکاري کوي او که نه، نو هغه وویل: «حکومت سره همکاري خو بیا بل سوال دی. کمېسون په توګه باندې، د کمېسون تر ځایه پورې چې دوی تحقیقات کوي، نو دا بده خبره نده. په کار دا دی چې په صحیح معنا دا تحقیقات وشي.»

عثمان کاکړ د جون په اوولسمه د کوئټې په یو شخصي روغتون کې داخل کړل شوی و چې هلته یې د سر اپرېشن وشو، خو ډاکټرانو وروسته هغه د نورې درملنې دپاره کراچۍ ته انتقال کړ. د کراچۍ په شخصي روغتون، آغا خان کې هغه د جون په یوویشتمه ساه ورکړه.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند رهنما په سنېټ کې خپل آخري تقریر کې ویلي و چې که ژوند ته یې څه خطره پېښه شوه، ذمه وار یې د پاکستان استخباراتي ادارې دي
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند رهنما په سنېټ کې خپل آخري تقریر کې ویلي و چې که ژوند ته یې څه خطره پېښه شوه، ذمه وار یې د پاکستان استخباراتي ادارې دي

ډاکټران وایي چې د هغه د سي ټي سکېن په رپوټ کې ورته معلومه شوې چې عثمان کاکړ په سر ضربه خوړلې. د عثمان کاکړ مشر زوی، خوشحال کاکړ، او د هغه د ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي او د ګوند نورو مشرانو د عثمان کاکړ مړینه، پلان شوی مرګ بللی او د هغه الزام یې د پاکستان په استخبارتي ادارو لګولی دی.

د دې تورونو په ځواب کې، د پاکستان استخباراتي ادارو تر اوسه څه ندي ویلي، خو د بلوچستان د داخله چارو وزیر میر ضیآ لانګو او وفاقي وزیر فواد چوهدري د عثمان کاکړ مرګ طبیعي بللی و او د ملک په څارګرو (استخباراتي) ادارو الزام یې، «د ملک د دشمن قوتونو پروپګېنډه» بللې وه.

میرضیآ لانګو او له هغه وروسته د بلوچستان اعلی وزیر جام کمال ویلي چې دوی د عثمان کاکړ د مرګ د پېښې پلټنو دپاره د هغه کورنۍ او ګوند سره هر ډول مرستې ته تیار دي. هغه وخت د عثمان کاکړ مشر زوی خوشحال کاکړ وي او اې ډیوه ته ویلي و چې دوی په ایالتي او مرکزي حکومت باور نلري ځکه دوی د هغوی خبرې نه مني.

خو د جون په ۲۳مه، د ګوند مشر محمود خان اڅکزي د عثمان کاکړ د جنازې د مراسمو په غونډه کې ګډونوالو ته په وینا کې وویل چې د پاکستان د دوو څارګرو ادارو بغیر، که څوک د عثمان کاکړ د مرګ د پېښې پلټنې وغواړي، دوی د هغه د مرګ د پېښې پوره او کره ثبوتونه لري.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG