لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خواریکښ وايي د بلوچستان کانونه د مرگ کندې دي


د بلوچستان حکومت ویاند عظیم کاکړ وویل حکومت په دې اړه کار کوي او لازمي قانون کې ده بدلون کار روان دی. نوموړي ومنل چې بلوچستان کښې خواریکښ له ډیرو ستونزو سره مخ دي چې حکومت یي د یوه مربوط نظام لاندي د هوارولو په هڅه کې دی
د بلوچستان حکومت ویاند عظیم کاکړ وویل حکومت په دې اړه کار کوي او لازمي قانون کې ده بدلون کار روان دی. نوموړي ومنل چې بلوچستان کښې خواریکښ له ډیرو ستونزو سره مخ دي چې حکومت یي د یوه مربوط نظام لاندي د هوارولو په هڅه کې دی

په بلوچستان کښې د کوېلې خواریکښ وایي په کانونو کښې د دوی د ژوند ژغورني لپاره اړین سامان الات نشته او حکومت د تکراري غوښتنو سربېره هم د دوی ستونزو ته پام نه کوي، دا خبره د کوېلې د خواریکښو سازمانونو په کوټه کښې د احتجاجونو په وخت کړېده.

د خواریکښو یوه مشر سلطان لالا ډیوه ته ویلي له بلوچستان څخه هره ورځ نږدې ٣٠٠ لارۍ کوېله د پاکستان بېلا بېلو سیمو ته لیږدول کیږي خو د کوېلې را ایستونکو ته نه خو پوره مزدوري ورکول کیږي او نه هم د یوې بدي پیښي په صورت کښې ورته تاوان او د درملني اسانتیا ورکول کیږي.

د بلوچستان حکومت وايي پروسږ کال ١٣٠ مزدوران د کار په مهال په کانونو کښې مړه شوي او ١٠٠ ته نږدې نور ژوبل شوي دي، حکومتي شمېرې وايي سږ کال په هغه صوبه کښې ۴٠ خواریکښو ژوند له لاسه ورکړی دی.

سلطان لالا وايي د پاکستان په نورو برخو کښې د کان مزدورانو و خپلوانو ته په مړي پنځه لکه روپۍ ورکول کیږي خو په بلوچستان کښې یوازي دوه لکه روپۍ ورکول کیږي. هغه وویل د بلوچستان کانونه د مزدورانو لپاره د مرگونو کندې جوړي شوي دي

د بلوچستان حکومت ویاند عظیم کاکړ وویل حکومت په دې اړه کار کوي او لازمي قانون کې ده بدلون کار روان دی. نوموړي ومنل چې بلوچستان کښې خواریکښ له ډیرو ستونزو سره مخ دي چې حکومت یي د یوه مربوط نظام لاندي د هوارولو په هڅه کې دی.

د مزدورانو سازمانونه وايي په پاکستان کې د کانونو لپاره د بريطانوي هند یو قانون چې په ١٩٢٣ کال کې جوړ شوی وو د لږ ډیر بدلون سره اوس هم عملي دی، دغه قانون کې د دوی په وینا د مزدورانو تر ډیره حده حفاظت شوی خو د ټېکداري نظام په هکله دغه قانون کې څه نه دي ویل شوي.

د بلوچستان په ٢٥٠٠ راجسټر کانونو کې شا وخوا یونیم لک کسان مزدوري کوي چې پکښې زیاتره د خیبر پښتونخوا د دير، سوات، شانگلې، کوهستان او د بلوچستان ځائې خلک دي. دکوېلې له کانونو څخه حکومت هر کال نږدې ٩٠٠ میلیون روپۍ د مالیې په توگه ټوله وي.

د کارگرانو نړيوال سازمان، آی ایل او وايي د بلوچستان په درنگونو کې د مزدورانو وضعیت ډیر خراب دی او زیاتره په ټېکېداري نظام کې را ښکېل دي چې پېشگي روپۍ يي اخېستې وي او ټول عمر ورباندي هم د دغو پورونو په ادا کولو کښې تېر شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG