لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان یو بل خبریال ووژل شو


په تیرو لسو کلونو کې بلوچستان کې د ۴٠ نه زیات خبریالان وژل شوي دي
په تیرو لسو کلونو کې بلوچستان کې د ۴٠ نه زیات خبریالان وژل شوي دي

د بلوچستان په اوسته محمد ضلع کې وسله والو د یو صحافې په کور حمله کړې او هغه يي په ډزو وژلی دی.

وژل شوي خبریال ظفرالله جټک د انتخاب ورځ پاڼې سره کار کولو.

د پولیس افسر خواند بخش ترمخه، حمله کونکې د ٣٥ کلن ظفرالله په کور ور وختل، په هغه په داسې حال کې ناتاره ډزې وکړې چې هغه په خوب اوده وو. پولیس وایي ظفرالله په موقع ساه ورکړه.

حمله کونکې په تښتیدو کې کامیاب شوې دي.

په ظفرالله د حملې ذمه واري چا په سمدستي توگه نه ده قبوله کړې او پولیس هم نه دي ویلي چې په هغه د حملې ممکنه محرکات څه کیدی شي. ډې ایس پې خواند بخش وویل پولیس تفتیش شورو کړی دی.

د اوسته محمد پریس کلب د ظفرالله په مرگ د دریو ورځو ماتم اعلان کړی دی.

بلوچستان د تیرې څه مودې راهسې د ټیټې کچې بغاوت سره مخ دی. سېمه کې د حکومت خلاف او په صحافیانو ددې نه وړاندې هم حملې شوې دي. حکومتي چارواکې بلوچستان کې د تشدد پړه په بیلتون خوښو بلوڅ وسله والو اچوي. بلوڅ قام پرست ډلې په حکومتي ځواکونو د زور زیاتې الزامات لگوي.

په تیرو لسو کلونو کې بلوچستان کې د ۴٠ نه زیات خبریالان وژل شوي دي.

بلوچستان کې د تشدد بل خبر د یو پولیس افسر د وژل کیدو په اړه دی.

نامعلومه وسله والو د کوټې په جان محمد سړک باندې په پولیس سب انسپکټر په داسې حال کې ډزې وکړې چې هغه د ډیوټۍ نه خپل موټر کې کور ته روان وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG