لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان افغانستان ته د T_20 ورلډ کپ مېچ کې په پینځو وکټو ماتې ورکړه


د پاکستان عاصف علي په اخیرې اوو کې په شپږو شپیزو خپل ټیم د 148 رنز هدف ته ورسوولو او د افغانستان خلاف مېچ پاکستان په پېنځو وکټو وګټلو
د پاکستان عاصف علي په اخیرې اوو کې په شپږو شپیزو خپل ټیم د 148 رنز هدف ته ورسوولو او د افغانستان خلاف مېچ پاکستان په پېنځو وکټو وګټلو

پاکستان د جمعې په ورځ په دوبۍ کې د T-20 په ورلډ کپ مېچ کې افغانستان ته په پینځو وکټو ماتی ورکړو.

په خپل لومړي اننګز کې افغانستان په 20 اورونو کې د شپږو لوبغاړو په اوټ کېدو پاکستان ته ګټې دپاره د 147 هدف ورکړو.

د افغانستان په بېتڼګ کې کپتان محمد نبي او ال راوڼدر ګلبدین نایب په مجموعي ډول 71 رنز وکړل. نایب په 25 بالونو 35 رنز وکړل او نه و اوټ شوی او نبي په 32 بالونو 35 رنز جوړ کړل.

د افغانستان راشد خان د کرکټ څلورم بالر شو چې په ټي ټونټي مېچونو کې یې 100 وکټې واخیستلې.

د پاکستان عاصف علي په اخیرې اوور کې په شپږو شپیزو خپل ټیم د 148 رنز هدف ته ورسوولو او د افغانستان خلاف مېچ پاکستان په پېنځو وکټو وګټلو.

د افغانستان په ضد ګټې سره پاکستان د T-20 خپل درې واړه مېچونه وګټل. د دې مخکې نه پاکستان د هندوستان او نیوزي لېنډ نه مېچونه ګټلي دي.

افغانستان تراوسه د سکاټ لېنډ نه مېچ ګټلی دی.

یادونه: دې خبر دپاره معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG