لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قصور کې د جومات ملا د مذهب د سپکاوي په تور نیول شوی


د اپریل په میاشت کې په مردان کې د ولي خان یونیورسټۍ طالب علم مشال خان قهرجنو خلکو د مذهب د سپکاوي په تو ووژلو
د اپریل په میاشت کې په مردان کې د ولي خان یونیورسټۍ طالب علم مشال خان قهرجنو خلکو د مذهب د سپکاوي په تو ووژلو

د پنجاب د قصور ښار سره نژدې پوليسو د يو جماعت ملا د مذهب د سپکاوې په تور نيولې دې. د ځاي خلکو په وينا ملا د قرآن پاڼې په اور سوزولې وې.

د مطبوعاتو د رپورټونو ترمخه قصور سره نژدې کلاس نومي کلي کښي پوليسو حافظ هارون رشید د کلي د خلکو په شکايت د يو جماعت ملا حافظ هارون رشيد د مذهب د سپکاوې په تور نيولې دې.

کله چي پوليس دا ملا ونيولو نو نو قهرجنو خلکو د پوليس تهاڼي ودانۍ گيرا کړه او غوښتنه یې کوله چې ملا دې ورته وسپارلی شي.

حافظ هارون رشيد د مذهب د سپکاوي تور د مننلو نه انکار کړی دی.

پاکستان کښي د مذهب سپکاوې قانون نه يوازي اقليتونو پر ضد بلکې د مسلمانانو پر ضد هم استماليږي او د بشري حقونو ادارو راپورنه وايي اکثر خلق ددې قانون غلط استمال د ذاتي دښمنو يا د ذاتي گټو د پاره کوي.

د انساني حقونو نړي والې ادارې ايمڼسټي انټرنيشنل يو راپور کښي ويلي وو پاکستان کښي د مذهب سپکاوي قانون د پشري حقونو د پاره نړي وال قانون سره سمون نه خوري او که پاکستان دا قانون ختمولې نه شي نو دا خبره دې يقيني کړي چي ددې غلط استمال ونشي.

اسلام آباد هاي کورټ هم په تېور ورځو کښي دا فيصله اورولي وه چي څوک د مذهب سپکاوې قانون غلط استمال کوي هغه ته دې هم سخته سزا ورکړي شي.

د بشري حقونو ادارو راپورنه واي پاکستان کښي دا قانون نه يوازې اقليتونو بلکې د مسلمانانو پر ضد هم استماليږي او دلته څوارلس سوو نه زيات د مذهب د سپکاوي مقدمې جوړي کړ شوي دي چي پکښي د اته سوو نه زيات د مسلمانو پرضد دي.

پاکستان کښي ١٧ تنانو ته دې قانون تر مخه د مرگ سزا هم اورول شوي ده خو په دي سزا تر اوسه عمل نه دې شوي البته د تندروه خلقو لخوا د مذهب سپکاوي په تو پنځوست تنان وژل شوي دي چي يو پکښي د پنجاب پخواني گورنر سلمان تاثير هم دي.

پاکستان کښي ټول نه زيات يعني ٨٦ فيصده مقدمي دي قانون تر مخه په پنجاب صوبه کښي درج شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG