لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پیښور کې بمي چاؤدنه، ١ کس مړ

پیښور کې بمې چاؤدنه په داسې وخت کې شوې ده چې حکومتي چارواکې وئیلې د محرم د پاره يي امنتي گامونه سخت کړې دي
پیښور کې بمې چاؤدنه په داسې وخت کې شوې ده چې حکومتي چارواکې وئیلې د محرم د پاره يي امنتي گامونه سخت کړې دي

د پاکستان خیبرپوښتونخوا صوبې سرښار پیښور کې د گل په ورځ د سکول بس سره نزدې د سړک په غاړه بم چاؤدیدلی په نتیجه کې يي د بس ډرائیور وژل شوی دی او دوه د سکول ماشومان زخمیان شوې دي.

پاکستاني مطبوعات وائي د پیښور په بالا مانړۍ کې شوې بم چاؤدنه کې د سکول یو ماشوم هم وژل شوی دی. په چاؤدنه کې د زخمي کسان د طبې امداد د پاره لیډې ریډنگ هسپتال ته یوړلی شول.

د بم خلاصیدو له امله په مزکه کې لویه کنده جوړه شوې ده او د پولیسو تحقیقاتي چارواکو د موقعې نه شواهد راغونډه ولو کار شور کړی دی.

د پاکستان جنگ ورځپاڼه بالا مانړۍ کې د چاؤدنې په حقله خپل رپورټ کې وائې د چاؤدنې د ځائې نه یو مشکوک تن هم نیول شوی دی. خو د کوم حکومتي یا د پولیس چارواکې تصدیق يي په دې خبره نه دی ورکړی.

پیښور کې چاؤدنه په لاسې وخت کې شوې ده چې حکومتي چارواکو وئیلي د محرم میاشتې په مناسبت يي د امنیت گامونه سخت کړې دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG