لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جليل عباس: د چترال د ترهګرو حملو د افغانستان سره تعلق نشته


جلیل عباس جیلاني
جلیل عباس جیلاني

د پاکستان د نګران حکومت د بهرنيو چارو وزير جليل عباس جيلاني ويلي، په چترال کې د ترهګرو حملې جلا پېښه وه په افغانستان کې د واکمنو طالبانو ورسره يې هیڅ تعلق نشته.

د پاکستان د ډان اخبار ترمخه، جيلاني دغه خبره د افغانستان په پوله د ترهګرۍ د پېښو پوښتنې ته په ځواب کې کړې ده.

د شورو په ورځ [شپږم ستمبر] د پاکستان پوځ ویلي وو، د چترال ضلعې په کېلاش کې د افغانستان پولې ته نزدې په دوه پاکستاني پوستو د ترهګرو غټې ډلې بریدونه کړي، د ترهګرو حمله ناکامه کړی شوې 12 ترهګر وژل شوي او ګڼ نور ژوبل کړی شوي خو په نښته کې څلور پاکستاني عسکر هم وژل شوي وو.

پوځ ويلي وو، "د ترهګرۍ د لعنت ختمولو دپاره پرعزم دی او په افغانستان کې د عبوري حکومت نه تمه لري چې خپلې زمه وارۍ پوره کړي او د افغانستان خاوره د پاکستان ضد ترهګرۍ دپاره کارېدو اجازه ور نه کړي".

تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] په چترال کې د پاکستان د پوځ په پوستو د بریدونو زمه واري منلې د پوستو نيولو او پوځ ته د مرګ ژوبلو اړولو دعوې یې کړې وې.

په اووم ستمبر د چترال مرستیال کمشنر [‌‌ډي سي] محمدعلي وي او اې ډيوه ته ویلي وو، د افغانستان د نورستان سيمې څخه د چترال په ارسون کې بيا مارټر ګولې ويشتل شوي خو مرګ ژوبله یې نه وه اړولې.

او ټي ټي پي ويلي وو په چترال کې عمليات په دويمه ورځ هم روان وو، او په پوځ د ميزايل داغلو دعوه کړې وه.

خو د چترال ډي سي ويلي وو امنیتي ځواکونه حالاتو قابو کولو ته چمتو دي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر وياندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي وو، پاکستان د افغان خاورې څخه د کېدونکو ترهګریزو بریدونو معامله د طالبانو د چارواکو سره راپورته کړې او د خپلو اندېښنو نه یې خبر کړي دي.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو رد کړې چې په چترال کې د پاکستان په پوځ بريد کې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان خاوره کارولې ده.

هم په شپږم ستمبر د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ د تورخم لاره د پاکستاني ځواکونو او د افغان طالبانو د جګړې وروسته تړل شوې پرته ده.

په شپږم ستمبر په تورخم د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د غټو او سپکو وسلو نښته شوې او بيا پوله تړل شوې وه.

طالبانو دعوه کړې وه، پوسته یې ترميم کوله او پاکستاني ځواکونو پرې ډزې کړې وې خو پاکستاني چارواکو ويلي ډزې لومړی طالبانو کړې وې.

په ډزو کې دواړو خواو د مرګ ژوبلو اوښتو هم ویل شوي وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG