لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

14م اګست-پاکستان یې په ریاستي کچه د ازادۍ او مرور پاکستانیان یې د احتجاج په توګه لمانځي


د وي او ای د رپورټ ترمخه، د ازادۍ د ورځ په مناسبت د پاکستان صدر عارف علوي د اسلام اباد په کنوېشن سېنټر کې یوې دستورې ته تقریر وکړو او ويې وېل هغه امید کوي چې په یو څو کلونو کې ترقیافته ملک جوړېدلی شي
د وي او ای د رپورټ ترمخه، د ازادۍ د ورځ په مناسبت د پاکستان صدر عارف علوي د اسلام اباد په کنوېشن سېنټر کې یوې دستورې ته تقریر وکړو او ويې وېل هغه امید کوي چې په یو څو کلونو کې ترقیافته ملک جوړېدلی شي

د پاکستان حکومتي او پوځي مشرانو په اسلام اباد کې نن د هېواد د ازادۍ 76مه کلیزه لمانځلې خو د حکومتي ودانیو نه لرې په وزیرستان او ځینو بهرنیو هېوادونو کې په یاده ورځ احتجاجونه شوي دي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، د ازادۍ د ورځ په مناسبت د پاکستان صدر عارف علوي د اسلام اباد په کنوېشن سېنټر کې یوې دستورې ته تقریر وکړو او ويې وېل هغه امید کوي چې په یو څو کلونو کې ترقیافته ملک جوړېدلی شي.

د حکومتي دستورو تر څنګ، په پاکستان کې د ترهګرۍ نه تر ټولو زیاته ځپلې شوې صوبه پښتونخوا کې د ازادۍ په ورځ احتجاجونه شوي. د شمالي وزیرستان په رزمک او سپین وام کې د اتمانخېلو قامي جرګې په مظاهرو کې تور بېرغونه اوچت کړي وو او وینا کونکو ویل چې د "ګوډ" ښه طالبانو نه وطن ډک کړل شوی دی.

دا وډیو د جرګي منتظېمینو د وي او ای ډیوه سره شریک کړې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:25 0:00


په باجوړ کې هم تېره ورځ د ځوانانو يوې ډلې د زیانېدونکې نا امنۍ پر ضد احتجاج کړی وو او ویلي یې وو چې 14م اګست باندې به احتجاجونه کوي.

د پښتونخوا په سر ښار پېښور کې د تحریک انصاف ځینږ پلویانو تېره شپه احتجاج ته ورته لوی او واړه لاریونونه کړي وو او د خپل ګوند د بېرغونو سره یې ځېنې تور بېرغونه هم نیولي وو.

د تحریک انصاف ګوند پلویانو په لندن کې د پاکستان د سفارت وړاندې هم په نن ورځ احتجاج کړی وو.

د افغانستان سره په پوله پرتې د پاکستان خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبې د تېرې اوږدې مودې راهسې د ناامنۍ سره مخ دي.

په اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو ازادې څېړنيزې ادارې د رپورټ ترمخه، پاکستان کې د روان کال په لومړو شپږ مياشتو کې وسله والو بریدونه 87 فيصده سېوا شوي او خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې 108 فيصده زیاتې شوي دي.

د ادارې لخوا خپور شوي د روان کال د لومړو شپږو مياشتو په رپورټ کې ويل شوي وو، په خېبرپښتونخوا پسې بلوچسان صوبه کې د ترهګرۍ پېښې زیاتې شوي، او هلته په 75 ترهګرو پېښو کې 100 کسان وژل شوي او 163 ژوبل شوي وو. ویل شوي د تېر کال په مقابله کې په صوبه کې ترهګر بريدونه 103 فیصده زيات شوي دي.

د ازادۍ د ورځ دستورې ته صدر عارف علوي وویل چې ترهګرو دلاسه په زرګونو خلک په پاکستان کې وژل شوي دي خو علوي زیاته کړه چې ولس ته دا خبره ور یادوي چې دغو خلکو د جمهوریت، ازادۍ، مساوات او زغم دپاره ژوندونه ورکړل چې دا ډول مونږ د سماجي انصاف په اړه خبره وکړی شوو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG