لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د کوراو سرشمېرنې دوېم پړاؤ پېل شو

د سرشمېرنې او کورشمېرنې دوېم پړاؤ د خېبرپښتونخوا په ۱۸ ضلعو، د بلوچستان په ۱۷، سندهـ او پنجاب ۲۱، ۲۱، او ازادکشيمر او ګلګت بلتستان کې پیل شوی دی
د سرشمېرنې او کورشمېرنې دوېم پړاؤ د خېبرپښتونخوا په ۱۸ ضلعو، د بلوچستان په ۱۷، سندهـ او پنجاب ۲۱، ۲۱، او ازادکشيمر او ګلګت بلتستان کې پیل شوی دی

د پاکستان د شپږو قبايلي سيمو په ګډون ۸۷ ضلعو کې د کور او سرشمېرنې دوېم او اخرنی پړاؤ د نهې، سه شنبې، په ورځ پیل شو.

د سرشمېرنې د محکمې مشر آصف باجوه په وېنا "د سرشمېرنې د دوېم او وروستي پړاؤ دپاره ټولې تيارۍ مکمل شوي او په دغه بهير کې کارېدونکی سامان عملې ته ورکړی شوي دي."

د سرشمېرنې دوېم پړاؤ په قبايلي سيمو باجوړ، مومند، خیبر، کرمه، شمالي او جنوبي وزيرستان کې ترسره کیږي.

څيړونکي وايي په قبايلي سيمو کې اوس هم خلک د سرشمېرنې په اهمیت نه دي خبر کړی شوي او نه د هغوي د خبرتيا دپاره په دغو علاقو کې کوم عملي ګامونه پورته کړی شوي دي.

دویمه دا چې په قبايلي سيمو کې د پوځي عملياتو له امله ډېر کډوال اوس هم د خپلو علاقو څخه بهر دي او د دوي د شمېرنې دپاره هم کومه ښکاره تګ لاره نشته.

د سرشمېرنې د محکمې مشر آصف باجوه دګل (دوشنبې) په ورځ ویلي چې د شمالي او جنوبي وزيرستان سره سره به د اورکزۍ ايجنسۍ د اوسیدونکو معلومات د قبايلي سيمو دپاره د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (اېف ډي اېم ای) نه ترلاسه کوي، ځکه چې د دغه ادارې سره د سيمې څخه کډوال شوؤ شمیره موجوده ده.

هغه دا هم ويلي په ۱۵م اپرېل د سرشمېرنې وړومبي پړاؤ په کاميابۍ پای ته رسېدلی او د پاکستان د شمارياتو ادارې د نادرا څخه د ۳.۷ ملينه خلکو پخلی کړی دی.

دا چې نادرا د وړاندې نه په ملک کې درې نيم لاکه شناختي کارډونه بلاک (بند) کړي دي، اصف باجوه ويلي دويې د سر شمیرنې په عمل کې په ملک کې موجود ټول خلک شماري او د افغانانو په ګډون ټول بهرنيان هم رجسټرډ کوي.

د سرشمېرنې او کورشمېرنې دوېم پړاؤ د خېبرپښتونخوا په ۱۸ ضلعو، د بلوچستان په ۱۷، سندهـ او پنجاب ۲۱، ۲۱، او ازادکشيمر او ګلګت بلتستان کې پیل شوی دی.

پاکستان کې په وړومبي ځل نرښځیان هم د نرښځانو په شناخت شمېرل کيږي.

نن د اپرېل د ۲۵م نیټې څخه پیل شوی دوېم پړاؤ به د ۲۴م مۍ پورې جاري وي.

د سرشمېرنې په عمل کې د امنيت ساتلو په موخه پوځ مامور کړی شوی ولې د هغې باوجود تیره میاشت په لاهور کې د سرشمېرنې د عملې په ګاډي چاؤدنه کې د پينځه پوځي سرتېرو په ګډون اووه کسان وژل شوي، او چارسده کې په يو ټيم ډزې شوې او يو پوليس پکې ژوبل شوی ؤ.

د بلوچستان په کیچ ضلع کې اته کارکوونکي تښتول شوي وو خو اصف باجوه ويلي د کیچ نه تښتول شوي اووه کارکوونکي بيرته راغلي او يو لا تراوسه بې درکه دی.

په پاکستان کې شپږمه سرشمېرنه چې ۱۹ کاله وروستو کیږي وړومبی پړاؤ يې د مارچ په ۱۵م پیل شوی او په ۶۳ ضلعو کې دغه عمل د اپرېل د ۲۵ پورې سرته رسیدو ويل شوي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG