لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جېش محمد ډلې د مشر په سر چین او پاکستان په امریکا ټکونه کړي


دوه هفتې وړاندې بېجنگ د ترهگرۍ خلاف د ملگرو ملتونو د بندیزونو کمېټۍ کې د امریکې د هم دغه رنگ قرارداد مخه ونیوله. د چینايي مامورینو ترمخه قرارداد په ټېکنیکي بنیادونو ونیول شو چې مقصد په قرارداد نور بحث او د خبرو دلارې د مسلې حل راویستل وو
دوه هفتې وړاندې بېجنگ د ترهگرۍ خلاف د ملگرو ملتونو د بندیزونو کمېټۍ کې د امریکې د هم دغه رنگ قرارداد مخه ونیوله. د چینايي مامورینو ترمخه قرارداد په ټېکنیکي بنیادونو ونیول شو چې مقصد په قرارداد نور بحث او د خبرو دلارې د مسلې حل راویستل وو

چین او پاکستان په ملگرو ملتونو کې د امریکې د هغه قرارداد مخالفت کړی چې هدف یې د جېش محمد ډلې مشر مسعود اظهر نړیوال ترهگر نومول وو. دواړو هېوادونو ویلي امریکې د مسعود اظهر په اړه قرارداد د ضوابطو په ضد په مستقیم ډول امنیتي شورا ته وړاندې کړی دی.

امریکې د فرانس او برطانيي په ملاتړ د ملگرو ملتونو ١٥ کسیزې امنیتي شورا یا سکېورټي کاونسل ته د شورو، چهارشنبې، په ورځ مسعود اظهر د ترهگر نومولو دپاره قرارداد پېش کړو.

دوه هفتې وړاندې بېجنگ د ترهگرۍ خلاف د ملگرو ملتونو د بندیزونو کمېټۍ کې د امریکې د هم دغه رنگ قرارداد مخه ونیوله. د چینايي مامورینو ترمخه قرارداد په ټېکنیکي بنیادونو ونیول شو چې مقصد په قرارداد نور بحث او د خبرو دلارې د مسلې حل راویستل وو.

د امریکې د تازه هڅو په اړه د چین د خارجه وزارت ترجمان گنگ شوانگ وویل امریکې ته پکار دي چې د احتیاط نه کار واخلي او په زور دې قرارداد نه مخې ته کوي.

چین په کال ٢٠١٦ او کال ٢٠١٧ کې هم د ملگرو ملتونو په کمیټۍ کې په مسعود اظهر د پابندیو مخه نیولې وه.

جېش محمد د فېبرورۍ په ١۴ نېټه د هندوستان د انتظام دلاندې کشمیر په پلوامه ښار کې په هندي پوځ د حملې ذمه واري په غاړه واخیسته. په حمله کې د ۴٠ نه زیات عسکر ووژل شو او په نتیجه کې د پاکستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی زیات شو او د دواړو هوايي ځواکونو د یو بل په ضد عملیات هم وکړل.

په اسلام آباد کې د پاکستان د خارجه وزارت ترجمان محمدفیصل هفتنۍ خبري غونډې ته وویل د "افسوس" خبره ده چې امریکې امنیتي شورا ته خپل قرارداد په داسې حال کې وړاندې کړی دی چې د مسعود اظهر په اړه معامله د وړاندې څخه د بندیزونو کمېټۍ کې غور روان دی. ترجمان وویل د کمیټۍ نه بهر هر اقدام به د بندیزونو نظام کمزوری کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG