د پښتو ټي وي، سټیج او سې ډي ډرامو مزاحیه ادا کار عالمزیب مجاهد چې اکثر يی خلک د خپل مشهور کردارونو "جانان،" "شهزاده،" "شمشتۍ ترور،" "پوډري،" او د "توري" په نوم هم پیژني نن سبا د امریکې نیویارک ښار کې اوسیږي.
عالمزیب مجاهد د وي او ای ډیوه شپه په خیر پروگرام کې میلمه وو او د خپل ژوند او فن په هکله يي خبرې وکړې.
د کوربه وکیل خان سره خپلو خبرو اترو کې عالمزیب مجاهد وویل تر اوسه پورې يي د ٢٥٠ نه زیاتو مزاحیه ډرامو او په سلگونو د سټیج او سې ډي ډرامو کې کار کړی دی.
د عالمزیب مجاهد خبرې اترې د شپه په خیر پروگرام په دې لنک اوریدی شۍ: