لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرونا واېرس: پاکستان د چین سره د خنجراب پاس لارې پرانسته ځنډولې


په چين کې د کرونا وايرس خوریدو او د صحت نړیوالې ادارې لخوا د کرونا په اړه د بیړني حالت د اعلان وروسته اسلام اباد د بیجنګ سره د خنجراب پاس زمکنۍ لارې پرانسته د اپرېل میاشتې پورې ځنډولې.

د پاکستان ګلګت بلتستان په سیمه کې د خنجراب پاس سرحدي لاره د چین او پاکستان تر منځه یواځینۍ لاره ده چې د خلکو د تګ راتګ تر څنګ پرې بار وړونکي ګاډي هم تګ راتګ کوي.

د بیجنګ او اسلام اباد تر منځه د خنجراب دغه سرحدي لاره د نومبر په میاشت کې د سختو واورو وروسته تړل شوې وه او چارواکو ویلي وو چې سږ کال به دغه لاره د فرورۍ په میاشت کې به پرانستل کیږي چې د خنجراب پولې دواړه غاړو ته ولاړ ټرکونه سفرونه پېل کړي.

د زیارت په ورځ د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې عاېشه فاروقي په اسلام اباد کې یو خبري کانفرنس ته ویلي چې د ګلګت بلتستان حکومت د دغه لارې د پرانستلو لپاره د اپریل میاشت ټاکلې ده.

سږ کال د پاکستان حکومت د چینايي چارواکو سره په ګډه فیصله کړې وه چې د فرورۍ په ۲مه نېټه به دغه لاره پرانیزي چې چینايي اړخ ته د سامانونو ډک ټرکونه او کنټینرې واوړي.

د چین او پاکستان تر منځه د اوږدې مودې راهسې د جنجراب لاره چې د سطح سمندر نه ۱۵۰۰ فټه اوچتوالی لري او په نړۍ کې تر ټولو لوړه سرحدي پوله هم ګڼل کیږي.

هم نن پاکستاني چارواکو د چين سره د هوايي جهازونو یا پروازونو تګ راتګ ځنډولی دی. د ځايي ميډيا ترمخه د لاهور سوداګرو (چېمبر) هم د چين سره د يوې میاشتې پورې د تجارت نه کولو ويلي دي.

په چين کې د کرونا وايرس مخ په زياتېدو له امله امریکا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د چين سفر نه کوي او د صحت نړيوالې ادارې د کرونا په اړوند بېړني حالت اعلان کړي دي.

رويټرز د پاکستان د هوابازۍ د محکمې سېول اېوي اېشن د سېکتر عبدالستار کهوکهر له قوله ويلي،"د دوېمې فرورۍ پورې پروازونه ځنډوي او له هغې وروسته به د حالاتو جاج اخلي".

کهوکهر ځايي ميډيا ته ويلي د چين سره د پاکستان انټرنيشنل ائيرلاين (پي ايي ای) دوه پروازونه يې ځنډولي دي.

راپورونه وايي په چين کې د کرونا وايس له امله ۲۱۳ کسان مړه شوي او د لسو زرو نه زیات يې اغېزمن کړي دي.

پاکستاني چارواکي وايي د چين د هووبي صوبې ووهان ښار چې کرونا تر ټولو زيات اغېزمن کړی په ووهان کې د ۵۰۰ پورې پاکستاني زده کوونکي موجود دي.

د پاکستان د وزیراعظم د صحت په برخه کې مشاور ظفر مرزا ويلي، د هغو کسانو چې دا وخت په چين کې دي، د ملک او سيمې دپاره د ګټې خبره دا ده چې د چين څخه پاکستان اوس را ونه ويستل شي، د هغه په وېنا د صحت نړيواله اداره هم دا وايي.

په ووهان کې موجودو زده کوونکو ويلي سخت د ويرې او اندېښنې په ماحول کې ژوند کوي په کمرو کې بند پاتې دي. راپورونه وايي کرونا وایرس که یوې خوا ته د چین ګڼ شمېر خلک مړه کړل او زرګونه یې اغېزمن کړل خو وایي د دې هېواد په اقتصاد یې هم بدې اغېزې کړي ځکه چې وایي له نړۍ سره یې د تاجرانو تجارتي اړیکي پرې شوي او کرنسي یوآن یې هم را غورځېدلی دی.

که څه هم چینایي چارواکي او رسنۍ وخت په وخت له کرونا وایرسه د مړیو او اغېزمنو کسانو شمېر خپروي، خو ځینې روغتیایي څېړونکي اندېښنه څرګندوي او وایي چې د دې وایرس له کبله د مړیو او اغېزمنو کسانو شمېر تر سرکاري شمېر څو چنده زیات دی.

چین په ووهان کې د ټولو اوسېدونکو عملي طبي معاینه او کورنټین پېل کړی او بندیز یې لګولی چې دې ښار ته نه څوک ورتلی شي او نه ترې وتلی شي، د عامو خلکو تر څنګ یې د دې ښار ټول پروازونه او ولسي ټرانسپورټ هم ځنډولی دی.

XS
SM
MD
LG