لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې دکرونا وایرس کېسونه تر شپږ لکه 60 زره زیات شوي


پاکستان کې په کرونا وایرس د څار دولتي اداره وایي چې په تیر یو شواروز کې نور 4757 کسان په دې وایرس اخته شوي اؤ 78 پرې مړه شوي دي.

ددې نوې شمیرې مخې ته راتلو سره پاکستان کې دا مهال په کرونا وایرس د اخته ناروغانو شمیره د 50ؤ زرو څخه اوښتې ده.

د تیرې یوې اوونۍ راهسې پاکستان کې کرونا وایرس خوریدو بهیر چټک شوی اؤ یوازې دنهې په شپه اؤ ورځ کې ددغه هیواد دننه په کرونا وایرس 100 کسان مړه شوي وؤ.

دکرونا وایرس د دریمې څپې نه وروسته دپاکستان په ټولو سیمو کې د وړاندې نه پځائ بندیزونه نور هم سخت کړل شوي دي اؤ دخیبر پښتونخوا حکومت سرښار پېښور کې په هر رقم دستورو بندیز لګولی دی.

ددې ترڅنګ دپېښور دپولیسو مشر یا سي سي پي او تیره ورځ پولیسو ته امر کړی چې دهاغو خلکو په ضد قانوني ګامونه واخلي څوک چې له ماسک پرته له کورونو اوځي.

په خیبر پښتونخوا صوبه کې تر اوسه 87055 کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی اؤ 2342 کسان پرې مړه شوي دي.

په سندهـ ایالت کې 265433 کسان په دې وایرس اخته شوي اؤ 4497 پرې مړه شوي‌ دي.

پنجاب کې دکرونا څخه داغېزمنو کسانو شمیره 220392 ده اؤ 6365 کسان په دې صوبه کې هم په کرونا وایرس مړه شوي دي.

بلوچستان کې 19557 کسان په کرونا وایرس اخته شوي اؤ 207 پرې مړه شوي دي.

اسلام اباد کې 57803 ، ګلګت بلتستان کې 5024 اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې 12663 کسان په کرونا وایرس اخته شوي دي.

سرکاري شمیرې ښایي چې دا مهال په کرونا کوم کسان اخته روغتونونو کې پراته دي هغوئ کې د 3000ؤ روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

داطلاعاتو دپاره دخیبر پښتونخوا د وزیراعلا معاون کامران بنګش تیره ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ چې کرونا وایرس اوس یو اندېښمن شکل خپل کړی اؤ دپېښور لویې هسپتالونه په کرونا داخته ناروغانو څخه په ډکیدو دي.

کامران بنګش ویلي وؤ که حالات نور خراب شول نو حکومت به په سختو پرېکړو کولو مجبوره شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG